د لاس رسي وړ اتصالات

د انټرنټ د کارولو آزادي محدوده شوې ده-راپور


د آزادۍ خونه یا د "فریډم هاوس" اداره وایې چې حکومتونو د انټرنټ او ټولنیزو رسنیو پر کارولو نظارت زیات کړی دی.

کارپوهان وایې چې دې مسلې ډیموکراسۍ ته لوی خطر پېښ کړی دی خو چارواکي باور لري چې مخالفین له آزادیو څخه په ناوړې استفادې جعلي خبرونه خپروي، پروګاندا کوي او په یو ډول نه یو ډول د ولسونو ترمنځ بي اتفاقۍ ته لمن وهي.

د آزادۍ خونه په خپل تازه رئپوټ کې وایې چې د انټرنټي آزادیو یو لوي ناقض هېواد چین دی، خو په آېسلنډ او اېستونیا کې بیا خلک د انټرنټ له ښو آزدایو برخمن دي.

په ترکیه کې دغه آزادي معمولي کمه شوې ده. د روسیې حکومت پدې تورن شوی چې تر بل هر هېواد زیات جعلي خبرونه خپروي او کوښښ کوي لدې طریقه په بهر کې پر سیاستونو نفوذ وساتي او په روسیه کې د حاکمانو قدرت خوندي کړي.

د آزادۍ خونې د سږني رئپوټ په اساس په ۱۸ هېوادونو کې د ټاکنو په جریان کې د ناسمو معلوماتو د خپریدو له امله ستونزې رامنځته شوي دي.

د امریکا حکومت چې اوس د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د ممکنه مداخلو په څېړلو بوخت دی، ددغه هېواد په منځمهالو ټاکنو کې له مداخلو اندېښنه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، دا ځل د چین نوم یاد کړی چې ګواکې په ټاکنو کې د دیموکراتانو په ګټه د مداخلې کوښښ کوي.

XS
SM
MD
LG