ملګري ملتونه په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ماشومانو د استخدام او په وسله والو فعالیتونو کې د هغوی د کارولو په اړه اندېښنه څرګندوي.
د ماشومانو او وسله والو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، ونیسا فریزر وايي، طالبان باید د ۱۸ کالو عمر د بلوغ د قانوني سِن په توګه په رسمیت وپېژني.
د امریکا غږ د افغانستان له څانګې سره په یوې ځانګړې مرکه کې، د ماشومانو او وسله والو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ونیسا فریزر وايي، طالبانو داسې لارښوونې صادرې کړې دي چې له مخې یې د ماشومانو استخدام منع شوی دی خو نوموړې وايي، اساسي ستونزه د دغو لارښوونو په هغه تعریف کې ده چې د ماشومانو د عمر او پېژندنې لپاره یې په پام کې نیولی دی.
پوښتنه : په افغانستان کې په وسلهوالو ځواکونو کې د ماشومانو د جلب او جذب مسلې ته په کومه سترګه ګورئ؟
ځواب : "د ماشومانو د جلب او جذب او په وسلهوالو ځواکونو کې د هغوی د کارولو موضوع زموږ لپاره په رښتیا هم یوه جدي مسئله ده؛ ځکه طالبانو په حقیقت کې داسې فرمانونه صادر کړي دي چې د ماشوم او بالغ کس ترمنځ توپیر کوي. په دغو فرمانونو کې یې دا هم روښانه کړې چې ماشومان باید په وسلهوالو ځواکونو کې جذب نه شي. خو زموږ ستونزه دا ده چې طالبانو په خپلو فرمانونو کې د ماشوم او بالغ کس د توپیر لپاره د بلوغ نښې د معیار په توګه ټاکلې دي. نه د ۱۸ کلنۍ عمر؛ په داسې حال کې چې د ماشوم د حقونو کنوانسیون له مخې هر هغه څوک ماشوم ګڼل کېږي چې عمر یې تر ۱۸ کلونو پورې وي. افغانستان پخوا هم د ماشوم د حقونو د کنوانسیون غړی و او اوس هم د دغه کنوانسیون غړی او اړخ دی. له همدې امله، د افغانستان واکمن چارواکي لا هم مکلف دي چې د دغه کنوانسیون احکام پلي کړي؛ ځکه افغانستان لا هم د دې کنوانسیون غړیتوب لري. نو زموږ لپاره دا ډېره مهمه ده چې له واکمنو چارواکو سره په خبرو اترو کې دا موضوع روښانه کړو چې د بلوغ نښې داسې قانوني معیار نه دی چې دوی یې د ماشوم او بالغ کس د توپیر لپاره وکاروي. قانوني معیار مشخص عمر دی، او هغه عمر چې د ماشوم د حقونو په کنوانسیون کې د افغانستان لپاره ټاکل شوی، ۱۸ کاله دی."
پوښتنه: د طالبانو له خوا د ماشومانو د جلب او جذب یا د هغوی د کارولو په اړه څه ډول معلومات لرئ؟
ځواب: "له بده مرغه، موږ د دې ډول پېښو شمېرې او معلومات لرو. ځکه لومړی خو بېلابېل عوامل شته چې د ماشومانو د جلب او جذب لامل کېږي. دا موضوع تل په زور د ماشومانو د جذبولو په معنا نه ده؛ بلکې د کورنیو اقتصادي وضعیت هم پکې مهم رول لري.که بېوزلي وي او کورنۍ د خپلو ټولو غړو د خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ وي، ښايي ان خپله کورنۍ یو هلک ماشوم وهڅوي چې له پوځ سره یوځای شي. ځکه هلته به یو ډول امنیت، خواړه او د ژوند اسانتیاوې ولري. هغه به په ورځ کې درې وخته خواړه ترلاسه کوي او معاش به هم ورکول کېږي، ځکه دا د هغه لپاره د یوې دندې په څېر وي."
پوښتنه: ملګري ملتونه څنګه ډاډ ترلاسه کوي چې د ماشومانو پر وړاندې د هر ډول سرغړونو ادعاوې په خپلواکه او کره توګه ثبت او مستندې شي؟
ځواب: "زموږ په ملګرو ملتونو کې د څارنې او تصدیق بهیر په دې ډول ترسره کېږي چې موږ په افغانستان کې خپل ټیمونه لرو. د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې په افغانستان کې حضور لري او د خپلو پروګرامونو چارې پر مخ وړي. دا پروګرامونه بشري مرستې، د واکسین کمپاین ، د سواد زدهکړه، د ښوونځیو بیارغونه، د اوبو د رسولو سیستمونه، کرنه او ګڼ نور فعالیتونه رانغاړي. د همدې پروګرامونو د عملي کولو پر مهال، کله چې د ملګرو ملتونو بشري مرستندویان او نور کارکوونکي له افغان کورنیو سره اړیکه نیسي، نو په طبیعي ډول له هغو پېښو او ستونزو خبرېږي چې په ټولنه کې روانې دي. کورنۍ هم په خپله دا معلومات له هغوی سره شریکوي."
پوښتنه: ماشومان په کومو دندو او فعالیتونو کې کارول کېږي؟ د استخباراتي معلوماتو په راټولولو، د پوستو د څارنې دپآره یا نورو پوځي فعالیتونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي؟
ځواب: "ماشومان په بېلابېلو فعالیتونو کې کارول کېږي. موږ پوهېږو چې په ښوونځیو کې هم د نظامي کولو بهیر روان دی او د دې نظامي کولو مفکورې ته د ماشومانو د فکري هڅونې او تلقین هڅې هم کېږي.
هلکان له کم عمره د دې مفکورې تر اغېز لاندې روزل کېږي چې له طالبانو سره یوځای شي او د هغوی په لیکو کې خدمت وکړي. هغوی ته د ملتپالنې او نورو ورته مفکورو په اړه ذهنیت ورکول کېږي. نو کله چې دا ماشومان جذبېږي، تر هغه وړاندې په مدرسو کې تر یوه حده فکري تلقین پرې شوی وي. له جذبېدو وروسته هغوی ته بېلابېل مسؤلیتونه سپارل کېږي؛ د بېلګې په توګه، د پخلي دنده، د وسلو لېږدول، په جګړه کې ګډون او د سرحدونو ساتنه."
پوښتنه: ایا تاسو ددې ادعاوو په تړاو د طالبانو له استازو سره مستقیمې خبرې کړې دي؟ که هو، هغوی کومې ژمنې کړې دي او ملګري ملتونه څنګه ډاډ ترلاسه کوي او ارزونه کوي چې دا ژمنې عملي شي؟
ځواب : "هو، موږ په دې اړه خبرې کړې دي. ما خپله هم په دې خبرو کې ګډون کړی، خو په بېلابېلو کچو خبرې او اړیکې ترسره شوې دي. البته، د ماشومانو جلب او جذب او د هغوی کارول زموږ د کاري صلاحیت او مسؤلیت یوه ځانګړې برخه ده. ما د طالبانو له هغو استازو سره هم خبرې کړې دي چې په دوحه کې مېشت دي. په دغو خبرو کې مې په ځانګړي ډول پر دې ټینګار وکړ چې زموږ د بحث پیل باید د ۱۸ کلونو عمر وي. موږ اړتیا لرو چې د طالبانو چارواکي د ۱۸ کلونو عمر د معیار په توګه ومني او عملي یې کړي، نه دا چې د بلوغ نښې د معیار په توګه وکاروي. ستونزه دا ده چې هغوی د ماشوم تعریف په داسې ډول کوي چې له قانوني تعریف سره سمون نه لري نو هغوی باید خپل دغه فرمانونه اصلاح کړي، د بلوغ نښې ترې لرې کړي او پر ځای یې د ۱۸ کلونو عمر معیار وټاکي."
پوښتنه: د هغو کسانو د حساب ورکولو لپاره کوم میکانیزمونه شته چې په دې سرغړونو کې مسؤل دي؟
ځواب : "موږ خپل ځانګړي میکانیزمونه لرو، د خپلو راپورونو د چمتو کولو بهیر لرو او په بېلابېلو دورو کې راپورونه خپروو. خو هر کال د ملګرو ملتونو سرمنشي د ماشومانو او وسلهوالو شخړو په اړه کلنی راپور خپروي.
د دې راپور یوه ډېره مهمه برخه کې د شخړو ښکېل اړخونه لېست کېږي، یعنې هغه ډلې او لوري چې د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو دوامداره بڼې او تکراري موارد لري. البته، طالبان هم په دې لېست کې شامل دي، ځکه د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو دغه بهیر دوام لري. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ډېر څرګندې پرېکړهلیکونه لري چې له مخې یې د شخړو ښکېل اړخونه، چې په دې قضیه کې د طالبانو په اړه خبرې کوو، باید له ملګرو ملتونو سره یو مهالوېش لرونکی کاري پلان لاسلیک کړي په دغه پلان کې باید هغوی یو لړ ژمنې او اقدامات ترسره کړي: ۱-د ۱۸ کلونو عمر په خپلو قوانینو کې په رسمي او څرګند ډول ثبت کړي.
خپل فرمانونه او قوانین نوي او اصلاح کړي. ۲ -د خپلو ټولو امنیتي ځواکونو په لیکو کې د عمر د تثبیت او تصدیق سیستم رامنځته کړي.۳ -هر هغه څوک له امنیتي ځواکونو څخه لرې کړي چې عمر یې له ۱۸ کلونو کم وي. ۴ -هېڅ هغه څوک جذب نه کړي چې عمر یې له ۱۸ کلونو کم وي. ۵ -د هغو قوماندانانو پر وړاندې انضباطي اقدامات وکړي چې له قانوني عمر څخه کم ماشومان جذبوي.
پوښتنه: که د طالبانو مشرتابه او نړیوالې ټولنې ته هر یوه ته یو څرګند پیغام لرلای، نو له هغوی څخه به مو څه غوښتل چې د افغان ماشومانو د خوندیتوب لپاره یې ترسره کړي؟
ځواب :" زه ټولنې ته دوه پیغامونه لرم. لومړی، موږ باید د نجونو په اړه خبرې وکړو؛ ځکه موږ د نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ له داسې ځورونې او تبعیض سره مخ یو چې په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی.
نجونې باید د ټولنې بشپړې او برابرې غړې وي. نړیوالې ټولنې ته زما پیغام دا دی چې د افغانستان له واکمنو چارواکو څخه د خپلو اساسي غوښتنو او پیغامونو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو هغوی له ملګرو ملتونو سره داسې ژمنو ته حاضر شي چې له مخې یې ټول هغه ماشومان خوندي شي چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي.
پوښتنه: او یوه وروستۍ پوښتنه. که څه هم د ملګرو ملتونو چارواکو د نجونو پر زدهکړو د طالبانو بندیز په پراخه کچه غندلی، خو د کوم ځانګړي قانوني معیار له مخې د نجونو د زدهکړو دا سیستماتیک محرومول له یوې غمجنې پالیسۍ څخه د بشریت پر وړاندې په رسمي جرم بدلېږي؟
ځواب : "هغه څه چې له نجونو سره روان دي، په څرګنده توګه د جنسیت پر بنسټ تبعیض او ځورونه ده.
ځکه د ملکي وګړو د ټولنې هېڅ غړی باید په دې ډول له ټولنې څخه ګوښه او محروم نه شي. نو دلته د جنسیت پر بنسټ ځورونه مطرح ده. د جرمونو نړیوالې محکمې د روم اساسنامه لا له وړاندې په دې اړه ځینې قانوني احکام لري. اوس د بشریت پر وړاندې د جرمونو په اړه د یوه نوي نړیوال کنوانسیون د جوړولو بهیر هم روان دی، چې په ترڅ کې یې هڅه کېږي د جنسیتي اپارتاید جرم د بشریت پر وړاندې د یوه جرم په توګه په رسمي ډول تعریف او ثبت شي. که دا کار ترسره شي، نو په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره روان چلند ښايي د دې قانوني معیارونو له مخې د جنسیتي اپارتاید تر تعریف لاندې راشي.
خو دا هغه موضوع ده چې لا هم باید په نړیوال قانون کې په رسمي او مشخص ډول تعریف او تصویب شي.
فورم \ دبحث خونه