د لاس رسي وړ اتصالات

پر سیمه او افغانستان د ایران د اتومي تړون اغیزې


عالم پایند د ایران او لویدیځ ترمنځ اتومي موافقه د سیمې او افغانستان لپاره گټوره گڼي
عالم پایند د ایران او لویدیځ ترمنځ اتومي موافقه د سیمې او افغانستان لپاره گټوره گڼي

د متحده ایالاتو د اوهایو د پوهنتون د منځني ختیځ د مطالعاتو د مرکز رئیس عالم پایند د امریکا غږ سره په مرکه د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو او ایران ترمنځ د ترلاسه شوي توافق په هکله وایي چې د موافقې له مخې د ایران د اتومي پروگرام د محدودولو په بدل کې پر ایران باندې لگول شوي بندیزونه که د هغه هیواد د اتومي پروگرام په وجه دي او که پخوا پر دې رژیم لگول شوي دي، ټول په تدریجي توگه له منځه ځي.

ښاغلی پایند، د دې موافقې پایلې د سیمې او افغانستان لپاره گټورې گڼي او وایي اقتصادي گټې به ددې سبب شي چې ایران د خپلو گاونډیانو او نړۍ سره سوله ییز چلند خپل کړي.

هغه وایي د اسرائیل مخالفت د ایراني مشرانو د هغو څرگندونو سره مستقیم تړاو لري چې د اسرائیل د نابودولو په اړوند یې کړې دي. او همداشان د هلوکاست څخه یې انکار کړی دی او هغه یې درواغ بللی دی.

هغه وایي سعودي عربستان ورسره په دې خاطر مخالف دی چې فکر کوي که ایرات یو اتومي قدرت شي نو په سیمه کې به نوره لاسوهنه هم وکړي او په سیمه کې به یې نفوذ نور هم پراخ شي.

ښاغلي پایند د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره د امریکا او ایران ترمنځ د گډ کار په هکله هم څرگندونې کړې دي چې تاسې کوالای شئ دغه مرکه په دې لاندې لینک کې واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:43 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG