د لاس رسي وړ اتصالات

رولا غني: سترې محکمې ته دې بیا ښځه معرفي شي


د افغانستان د جمهور رئیس له میرمنې رولا غني سره د آشنا تلویزیون ځانگړې مرکه
د افغانستان د جمهور رئیس له میرمنې رولا غني سره د آشنا تلویزیون ځانگړې مرکه

د افغانستان د جمهور رئیس میرمن رولا غني وایي چې د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته به بیا هم یوه ښځه معرفي شي. رولا غني د امریکا غږ د آشنا تلویزیون سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل، هغه دوهمه میرمن چې دغه مقام ته به ونومل شي، د ولسي جرگې له لورې به د تائید زیات چانس ولري.

د افغانستان د جمهور رئیس میرمن وویل رنیسه رسولي لومړنی میرمن چې د هیواد د قضایي شورا د غړیتوب لوړ مقام ته نومول شوی وه، د ولسي جرگې د یو شمیر غړو له خوا په دې خاطر نه ده رد شوې چې گواکې هغه یوه ښځه وه.

د ولسي جرگې یو شمیر غړو ویلي وو چې د میرمن رسولي طرحو د هغوی قناعت ترلاسه نه کړ.

د ښځو د حقونو یو فعالینو د افغانستان د لومړی میرمنې ددې څرگندونو هر کلی کړی دی.

د ولسي جرگې غړې شینکۍ کروخیل، وویل "مونږ د دوو کلونو راهیسې د سترې محکمې په عالي شورا کې د یوې ښځې د غړیتوب د حق غوښتنه کړې او ددې کار جدي ملاتړ کوو".

میرمن کروخیل وویل چې د سترې محکمې د تصمیم نیولو په سطحه د یوې ښځې شتون په هیواد کې د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره ډیر گټور دی.

له بلې خوا د افغانستان د ښځو د شبکې د دادخواهي برخې مسولې روبینا همدرد امریکا غږ ته وویل چې ٩٠٪ مطمینه ده چې دا ځل به دغه څوکۍ ته د ماشومانو د محکمې رئیسه هما علیزوی معرفي شي.

میرمن همدرد وویل چې د ولسي جرگې د غړو له روحیې یې نه دا انگیرنه کړې ده چې هغوی به دا ځل میرمن علیزوی ته د اعتماد رایه ورکړي.

د ښځو لاس ته راوړنې

رولا غني همداشان په افغانستان کې د ښځو د څو وروستیو کلونو لاس ته راوړنې یادې کړې او وویل چې د حکومت په لوړو مقامونو کې د ښځو شتون وده کړې ده.

هغې وویل "څلور میرمنې لرو چې وزیرانې دي او په څو تیرو میاشتو کې یې په خپلو کارونو کې بریاوې هم درلودلي دي".

میرمن غني په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو زیات شتون هیله بخښونکی وگاڼه او ویې ویل چې اوس افغان میرمنې په پوره زړورتیا د خپلو حقونو دفاع کوي او هڅه کوي چې "غږ یې واوریدل شي".

خو د افغانستان د جمهور رئیس میرمن وویل د ښځو په وړاندې اوس هم پراخې ستونزې او خنډونه موجود دي. هغې په ځانگړې توگه زده کړو، روغتیایي او عدلي خدمتونو ته د ښځو او نجونو په پراخ لاس رسي ټینگار وکړ.

د رولا غني سره د امریکا غږ د خبریالې مکیه منیر مرکه دلته کتلای شئ:

د افغانستان د لومړۍ میرمن رولا غني سره د اشنا تلویزیون ځاگړې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:37 0:00

XS
SM
MD
LG