د لاس رسي وړ اتصالات

داوړ: پاکستان د فاټا په اړه په آسانۍ خپله پاليسي نه بدلوي


د شمالي وزيرستان په ميرعلي سیمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد نن څلورمه ورځ هم احتجاجي غونډه روانه ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) يو مشر محسن داوړ هم دغه پرلت ته تللې.

ښاغلي داوړ د روانی احتجاجي غونډی په هکله امريکا غږ اشنا ته وويل چې په وزيرستان کې بیا هدفي وژنې پیل شوي تيره اونۍ په دوه شپو کې درې کسان ووژل شوي دي.

هغه زیاته کړه “تر ټولو د ويری خبره داده چې وسله وال ترهگر را اوړي، خلک په خپلو کورو او حجرو کې وژني”.

په همدی دليل وزيرستاني ځوانان اوس د دا ډول هدفي وژنو د بنديدو او د وژل شويو کليوالو د قاتلينود پيدا کيدو غوښتنه کوي.

محسن دا وړ دا هم وويل چې پاکستان د قبايلي سيمو په اړه په آسانۍ خپله زړه پاليسي نه بدلوي خو دوی به هم تر هغه وخته خپل غږ اوچت ساتي چې تر څو يی د پښتنو د تحفظ غوښتنې نه وي منل شوي.

داوړ دقيق وخت ونښود خو ويي ويل چې منظور پښتين به هم د ميرعلي پرلت ته ولاړشي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00

XS
SM
MD
LG