د لاس رسي وړ اتصالات

متوکل: د شرایطو ایښودل سوله نه راولي


ایکسپرس ټریبیون د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا د خاص استازي جمز ډابن له قوله لیکي چې طالبانو د افغانستان د سولې د عالي شورا سره د سولې خبرو ته چمتوالی ښودلی دی.

کابل وایي چې طالبان دې لومړی القاعده وغندي بیا به خبرې کیږي. خو د طالبانود حکومت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وکیل احمد متوکل وایي دغه دوه افغاني قوتونه، یعنی د افغانستان حکومت او طالبان بهرني موییدین لري. نوموړی وایي چې تر څو پوري چې اوربند نه وي شوی، طالبانو ته داسې ویل چې خپل خواخوږي او یا د خپل صف ملګري وغنده دا به داسی وي لکه طالبان چې د کابل حکومت ته ووايي چې د خارجیانو نه د نفرت اعلان وکړه .ښاغلی متوکل وایي چې دا خبره ،،ناشونې او ناممکنه،، ده.

ښاغلی متوکل وايي د افغانستان شرایط او حالات دا ایجابوي چې ژر تر ژره سوله راشي خو تر کومه ځایه پورې چې ،،مونږ ته څرگندیږي مختلفو اطرافو خصوصا د افغانستان حکومت هغه گامونه چې عملا د سولې دپاره مهم وو، هغه یی نه دي اخستي او څه چې شوي هم دي په هغې هم سړی پوخ باور نه شي کولی.،،

د ښاغلي متوکل په فکر اسلامي هیوادونه، قطر او یا ځنې نور هغه وخت په دې لاره اړه ګټوره همکاري کولی شي چې ‏‏ُ‏ذيدخلې خواووې د یو بل سره خبرو ته علاقمندي وښیي او اراده څرگنده کړي.

د ښاغلي متوکل نورې خبرې لاندې اوریدلای شیْ

XS
SM
MD
LG