د لاس رسي وړ اتصالات

زیری: د پاکستان سوله د افغانستان د سولې سره تړلې ده


د پښتونخوا د ملي‌ عوامي‌ ګوند او د بلوچستان د اسمبلۍ غړی نصرالله زیری
د پښتونخوا د ملي‌ عوامي‌ ګوند او د بلوچستان د اسمبلۍ غړی نصرالله زیری

نصرالله زیری وايي‌ چې په پاکستان کې د جمهوري قوتونو او پوځي اسټبلیشمنټ تر منځ جگړه روانه ده او تر هغو به روانه وي‌ چې د پارلمان بالادستي‌ و نه منل شي‌.‌

د بلوچستان د اسمبلۍ غړی او د پښتونخوا د ملي‌ عوامي‌ ګوند غړی نصرالله زیري د امریکا غږ سره په مرکې کې د طالبانو د کوټې د شورا، په افغانستان کې د سولې د پروسې او د پاکستان په رول او ژمنيتا او همدراز په نور موضوعاتو هم څرګندونې وکړي.

نصرالله زیری د پښتونخوا ملي عوامي گوند د نورو مشرانو سره یو ځای واشنګټن ته په رسمي‌ سفر راغلی دی.‌

د ترهگري د مسلې په اړه،‌ نصرالله زیري‌ وویل «د پاکستان ملکي او پوځي مشران د ترهگرۍ پرضد په یوې پاڼې دي‌.‌» هغه وویل چې د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشرانو د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته دا واضح ویلي‌ دي‌ چې که په افغانستان کې سوله وي نو په پاکستان که به هم سوله وي او که په افغانستان کې وضعیت همداسې خراب وي‌ نو په پاکستان او سیمې کې به هم وضعیت ښه نه وي.‌

نصر الله زیري دا هم وویل چې پښتونخوا ملي عوامي گوند پښتو، بلوڅي، براهوي او نورې ژبې چې د بلوچستان په صوبه کې ویل کیږي د تعلیم ژبې وګرځولي.‌

ښاغلي‌ زیري‌ زیاته کړه چې د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادی کوریډور د جوړولو په اړه اوس هم ځینې اندیښنې شته.

د نصرالله زیري‌ سره د خلیل خان پوره مرکه دلته اوردلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:15:46 0:00

XS
SM
MD
LG