د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا به د پاکستان سره خپله انډیوالي قطع کړي ؟


ځینې مطبوعاتي رپوټونه وايي چې امریکا په دې غورکوي چې پاکستان د خپلوهغو متحدینو د لیست نه وباسي چې د ناټوغړیتوب نه لري خود امریکا د مرستو او همکاریو نه برخمن ي.

رستم شاه مومند، په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر وایي د پاکستان سره د امریکا د انډیوالئ قطع کیدل، پاکستان ته هیڅ زیان رسوي؟ دا زړې خبرې دي. ددې گواښونو، نه په دې خاطر څه نه جوړیږي چې که امریکا دا اقدام وکړي، نو پاکستان به روسیې او چین ته نورهم نژدې شي. پاکستان ته به د امریکا د مرستو هیڅ ضرورت نه وي ځکه چې چین په راتلونکو څو کالونو کې په سیمه کې ۴٥ ملیارده ډالره پانگه اچوي، او که امریکا فرضا پاکستان د خپلو متحدینو د لیست نه وباسي، خپلې مرستې به پرې بندی کړي. د چین د پانگې په مقابل کې د امریکا د یو ملیارد ډالرو قطع کیدل کومه لویه خبره نه ده.

رستم شاه مومند وايي، امریکا په سیمه کې د خپلو مقاصدو دپاره پاکستان ته بهانې لټوي او افغانستان ته نورعسکر لیږي. خو په شپاړس کالونو کې یی چې د زرگونو امریکایي عسکرو په وژل کیدو او زخمي کیدو او د یو تریلیون ډالرو په لگولو، یو موټې طالبانو ته شکست ور نکړی شو، وروسته له دې به څه وکړی شي چې؟ امریکا باید په سیاسی حل غور وکړي. څه ډول سیاسي حل ؟ دلته د ښاغلي رستم شاه مومند سره د زیبا خادم بشپړه مرکه اوریدلی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:14:08 0:00

XS
SM
MD
LG