د افغانستان مشهورې سندرغاړې سیتا قاسمي په وړوکوالي کې د اکټنگ او موسیقۍ سره ډیر شوق درلوده، خو په ډیر لږ وخت کی یې ډیرې ښې سندرې ویلي دي.
اوس په هندوستان کې یو استاد لري او د هغه نه زده کړه کوي.
سیتا قاسمي، چه خدای ورته هم خوږ غږ ورکړی او هم یې ورته داسې احساس، لیاقت، مهارت او په کلام کې داسې لطافت ورکړیدی چې په هره ژبه کې په سندرو کې دومره تکړه ده، چې ته به وایئ خپله مورنۍ ژبه یې ده.
سیتا اتلس کاله مخکې جرمني ته مهاجره شویده، خو د خپل هنر په خاطر زیاتره وخت په افغانستان کی وي او حتی یو تلویزیوني پرگرام هم چلوي.
د افغانستان ددغه مشهورې سندرغاړی سیتا قاسمي سره د امریکا غږ د همکارې زیبا خادم بشپړه مرکه دلته اوریدلی شئ