د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس د دوبي د المپیک سیالیو کې د روسي او اوکرایني وزرشکارانو په ګډون ناندرې 


د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر توماس باخ
د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر توماس باخ

د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر توماس باخ وایي، سازمان یې د تاریخ په غلط اړخ کې نه دی، چې غواړي له روسي او بیلاروسیانو ورزشکارانو سره مرسته وکړي چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس لوبو لپاره خپله وړتیا وښیي.

باخ ټینګار کوي چې سپورت باید د ټولو ورزشکارانو بشري حقونو ته درناوی وکړي او یوازې د دوی د پاسپورټ پراساس باید ورسره توپیري چلند ونشي.

د المپیک نړیوالې کمیټې تیره میاشت نړیوالو سیالیو ته د روسیې او بیلاروس د ځینو ورزشکارانو د بیرته راستنیدو لپاره یوه لاره وړاندې کړه چې د المپیک تر بیرغ لاندې سیالۍ وکړي.

دې کار د اوکراین د ولسمشر په ګډون د هغه د متحدینو غبرګون وپاراوه. خو ښاغلي باخ د سکي ورزش د نړیوالو لوبو په څنډه کې وویل: "تاریخ به وښيي چې څوک د سولې لپاره ډیر څه کوي. هغه څوک چې د خبرو کرښې خلاصې ساتي او یا هغه څوک چې غواړي انزوا او جلاتوب رامنځته کړي."

باخ د شمالي او جنوبي کوریا، اسرائیل، فلسطین او کوسوو مثالونو ته په اشارې سره وویل: "موږ دا په تیرو وختونو کې د المپیک په جوړښت کې په لوی بریالیتوب سره ښودلي." او زیاتوي چې "زموږ چلند خلک سره یوځای کول دي."

اوکرایني سکي باز ایوان کوباسنیوک د سکي د نړیوالې اتلولۍ دمخه اسوشیټیډ پریس ته وویل چې هیڅ روسی ته باید د پاریس د المپیک په لوبو کې د ګډون اجازه ورنکړل شي. له دې دمخه د نړۍ د بوکسینګ د دراتده وزن اوکرایني اتل ولادیمیر کلیتشکو، لوړ ټ،پ اچونکي یاروسلاوا مهوچیخ او د ټینس لوبغاړې الینا سویتولینا په ګډون د اوکراین د المپیک مډال اخیستونکو ورته نظرونو څرګند کړي وو.

ایوان کوباسنیوک وایي، "روسیه زما خلک وژني. د اولمپیک کمیټې لپاره ښه وضعیت نه دی."

باخ د یکشنبې په ورځ د "هر اوکرایني ورزشکار" سره خپل ملاتړ څرګند کړ او وویل موږ د انساني اړخه د دوی عکس العملونه درک کولی شو او د دوی په درد کې شریک یو. "

د المپیک نړیواله کمیټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو مشورې غوښتي چې ښایي د پاسپورټ پر اساس د ورزشکارانو منع کول به تبعیضي عمل وي.

جرمني او جاپان ته د ۱۹۴۸ د لندن اولمپیک لپاره بلنه نه وه ورکړل شوې، ځکه دوی په دویمه نړیواله جګړه کې یرغلګر ځواکونه وو او سویلي افریقا د ۲۹۶۴ څځه تر ۱۹۸۸ پورې د نژادي اپارتایډ قوانینو له امله له المپیک څخه ایستل شوې وه.

باخ د یکشنبې په ورځ وویل: "IOC د نړیوالو سپورتونو فدراسیونونو په څیر بشري حقونو ته ژمن دی، البته باید دا جدي اندیښنې حل کړي،" باخ زیاته کړه د المپیک سپورتونه "د اتحاد ماموریت لري چې خلک سره یوځای کړي".

باخ همداشان د ځینو سپورتونو ترمنځ ضد او نقیض ته اشاره وکړه لکه ټینس، چې روسي او اوکرایني ورزشکارانو ته یې د بې طرفه بیرغ لاندې، اجازه ورکړې.

هغه وویل: "موږ د بیلاروس یوه لوبغاړې په ناپیلي حالت کې ولیدله چې د اسټرالیا د تینس ستر جام اتلولي یې وګټله، نو ولې باید د مثال په توګه په لامبو حوض یا جمناسټیک کې دا کار ممکن نه وي؟"

XS
SM
MD
LG