د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال د مدیترانې په بحیره کې ٣٠٠٠ مهاجر ډوب شوي


د مدیترانې په بحیره کې د مهاجرو یوه رابړي بیړۍ
د مدیترانې په بحیره کې د مهاجرو یوه رابړي بیړۍ

د مهاجرت نړیوال سازمان وایي د روان میلادي کال له پیل نه تر اوسه په مدیترانې بحیره کې څه دپاسه ٣٠۳۳ مهاجر چې غوښتل یې اروپا ته ولاړ شي ډوب او مړه شوي دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان رئیس جویل میلمن په ژنیو کې خبریالانو ته وویل دغه کسان د دریو عمده بحري لارو څخه د مدیترانې بحيرې ته راغلي وو او غوښتل یې له همدې لارې اروپا ته ځانونه ورسوي.

ښاغلي میلمن په یوه اعلامیه کې لیکلي چې یواځې ددغو غمجنو مړینو شمیرې په ډاگه کول کفایت نه کوي بلکه په کار ده چې "مونږ په دې هکله جدي اقدام وکړو".

دغه شمیرې د تیر کال په پرتله په سلو کې ۴٠فیصده کمې شوي دي، د رپوټونو له مخې تیر کال په دې لار شاوخوا ٥٠٠٠ کسان تلف شوي وو.

سږکال اروپا ته نژدې ١٦۴٠٠٠ زره مهاجر رسیدلي دي په داسې حال کې چې تیر کال دغه شمیره ٣۴٨٠٠٠ تنه وه.

په ترکیه کې له پاکستاني مهاجرو سره خشونت

د ترکیې پولیسو هغه ٥٧ پاکستاني مهاجر ژغورلي چې د استانبول په یوې تکاوۍ کې قاچاقبرانو د پیسو په خاطر په زنځیرونو تړلي وو.

د ترکیې د حریت ورځپاڼې په وینا قاچاقبرانو دغو پاکستاني مهاجرو ته ویلي وو چې د ١٠٠٠٠ ډالرو په بدل کې یې اروپا ته رسوي او د رسیدو وروسته به پیسې هغوی ته ورکوي.

پولیسو همداشان ددې پیښې په تړاو درې پاکستاني قاچاقبران هم نیولي دي. په دې وروستیو کلونو کې د سوریانو، عراقیانو، پاکستانیانو او افغانانو په گډون په سلگونو زره مهاجر اروپا ته تللي دي.

په ٢٠١٦ کې اروپایي ټولنې او ترکیې یوه موافقه لاس لیک کړه چې له مخې یې اروپا ته د مهاجرو په تگ کې کموالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG