د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ګوند نه میت رامني تر ټولو مخکي دی


د جمهوري ګوند نه میت رامني تر ټولو مخکي دی
د جمهوري ګوند نه میت رامني تر ټولو مخکي دی

د امریکا د ولسمشرۍ د ټولټاکنو دپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا د نوماند د ټاکلو دپاره ددغه ګوند د درو کاندیدانو ترمنځ د آیوا په ایالت کې سیالي وشوه چیري چې د جمهوري ګوند غړو رایې ورکړې ترڅو د نومبر د میاشتې د ټولټاکنو دپاره د کاندیدانو له ډلې نه یو یې د ولسمشر سره د سیالۍ دپاره ودریږي. د امریکا غږ خبریالې سوزانې پریستو په داسي حال کې چې د نیو همپشیر او جنوبي کرولینا په ایالاتونوکې د ټولټاکنو لومړۍ پړاو روانه میاشت پیلېږي، د انتخاباتو لړۍ یې ارزیابي کړې ده

په هغه غونډه کې چې د جمهوري غوښتونکو د ګوند له خوا د آیوا په ایالت کې دایره شوې وه او موخه یې د نومبر د میاشتې د ولسمشرۍ د ټولټاکنو دپاره د جمهوري ګوند د نوماند ټاکل و، د سې شنبې په ورځ د مسیچویستس ایالت د پخواني والي مید رامني په وړلو سره پای ته ورسیدله.

په دغه غونډه کې د پنسلوانیا د ایالت څخه پخوانی سناتور ریک سنتورم او د تکساس د ایالت څخه ران پال په دویمه او دریمه درجه کې راغلل.

د یادونې وړ ده چې د آیوا غونډه چې ورته په امریکا کې د آیوا کاکسز ویل کېږي، په دې مشهوره نه ده چې د ولسمشرۍ د پاره د نوماند د ټاکلو وړاند وینه وکړي بلکې په دې مشهوره ده چې د نوماندانو د ټاکلو بهیر کوچنی کوي.

د ولسمشرۍ دپاره د جمهوري ګوند له خوا ښځینه کاندیدې د سیالۍ د ډګر د پرېښیدو اعلان وروسته له هغه نه وکړ چې په سیالۍ کې ښپږمه درجه راغله.

هغې داسي وویل: ،،تیره شپه د آیوا خلګو په ډیر واضیح آواز باندي خبري وکړې او ما پریکړه وکړه چې د سیالۍ د ډګر نه ووځم.،،

په واشنګټن کې د امریکن پوهنتون څخه جینیفر لالیس وايي چې د آیوا غونډې د سیالۍ ګټونکي ته یو سګنال هم ورکړ

هغه داسي وايي: ،،میت رامني په آیوا کې وګټله خو هغه یواځي ۲۵ سلیزه د رایو ګټلې ده. ښايي د نیو همپشیر يه ایالت کې ددې نه یو څه زیاتې رایې ترلاسه کړي ځکه نه یواځي دا چې هغه د نیو همپشیر د سیمې څخه دی بلکې د سیالۍ په ډګر کې هم ډیر لږ کسان دي. د آیوا غونډې یو واضیح پیغام هغه ته ورکړ چې تر اوسه پوري یې لا په سکه ايي توګه لوبه نه ده وړې.،،

د ویلو وړ ده چې میت رامني یواځي په نیو همپشیر کې باید بریالیتوب ترلاسه نکړي بلکې نورې ډلې هم شته چې هغه یې باید ملاتړ خپل کړي. سره له دې چې ویل کېږي میت رامني به د نومبر په میاشتې کې د ولسمشر اوباما په مقابل کې د جمهوري ریاست د ټولټاکنو دپاره یو قوي کاندید وي خو هغه ته لا محافظه کارو جمهوري غوښتونکو سیالانو یې تراوسه پوري ملاتړ نه دی ورکړی.

د ولسي جرګې پخوانی ریْس او د جمهوري ریاست دپاره د جمهوري ګوند له خوا کاندید نیوت ګینګریچ چې د آیوا په غونډه کې څلورم شو داسي وايي: ،،راځیْ چې واضیح خبري وکړو. په دې وروستیو اونیوو کې د آیوا په غونډه کې چې څه رابرسیره شول یو یې دا دی چې مخکي له دې نه چې د ولسمشر اوباما سره د جمهوري غوښتونکو ستر بحث پیل شي د جمهوري غوښتونکو په ګوند کې به یو لوی بحث جوړ شي.،،

ښاغلی ګنګریچ خپلې سیالۍ ته دوام ورکوي خو د امریکن پوهنتون څخه پروفیسوره لالیس وايي چې د هغه د وینا نه داسي معلومېږي چې هغه خپل د هغه هدف نه تیریږي چې د خپل ګوند له خوا نه د ولسمشرۍ دپاره نوماند شي.

پروفیسوره لالیس داسي وايی: ،،داسي ښکاري چې پرځای یې نیوت ګینګریچ غواړي چې میت رامني تخریب کړي او هغه خپل دا کمپاین تیره شپه پیل کړ.،،

سوسیال محافظه کاره رای ورکونکي چې پر څو برخو ویشل شوي دي د تکساس په والي ریک پیري، سناتورې باکمن او ګینګریچ پسي ولاړ دي او اوس ښايي په ریک نستورم پسي ودریږي چې د آیوا په سیالۍ کې په دویمه درجه کې راغلی دی.

خو ځیني په دې نظر دي چې د سنتورم دپاره دغه مقام ښايي د ډیرې مودې دپاره پاته نشي.

د امریکن پوهنتون څخه پروفیسوره لالیس داسي وايي: ،،تر اوسه پوري هغه لا آزمویل شوی نه دی نه یې پرضد منفي تخریب پیل شوی دی او دغه راز په اصطلاح د میت رامني زهر هم تر اوسه پوري لا هغه ته نه دي وررسیدلي.،،

ویل کېږي چې میت رامني به د سې شنبې په ورځ د جنورۍ په ۱۰ مه د نیو همپشیر ایالت په لومړنیو انتخاباتو کې ښه وځلېږي او ریک سنتورم به د جنوبي کرولینا په محافظه کاره ایالت کې د ټولټاکنو په لومړي پړاو کې ښه وځلېږي.

خو ران پال چې دا یې دریم ځل دی چې د ولسمشرۍ دپاره ځان کاندیدوي څه چانس لري؟

پروفیسور لالیس وايي چې ډیر چانس نلري: ،،دا تقریبا نا ممکنه ښکاري چې په ذهن کې دي د یوه داسي مسیر تصور وشي چیري چې ران پال جمهوري ریاست ته ورسیږي.،،

د یادونې وړ ده چې په داسي حال کې چې ران پال زیات شمیر پلویان لري خو د هغه ځیني افکار چې غواړي د پام وړ په اندازه حکومت کوچنی کړي په خپله د جمهوري ګوند په منځ کې زیات پلویان نلري چې په دې سره د میت رامني او نورو کاندیدانو دپاره لاره هواریږي.

XS
SM
MD
LG