د لاس رسي وړ اتصالات

پر اسرائیلي لوبغاړو د مالیزیا په بندیز د پاراالمپیک د کمیټې خپگان


عکس ارشیف: د اسرائیل د پاراالمپیک د ټیم یو لامبو وهونکی د لندن په لوبو کې
عکس ارشیف: د اسرائیل د پاراالمپیک د ټیم یو لامبو وهونکی د لندن په لوبو کې

مالیزیا اسرائیلي معیبو لامبو وهونکو ته اجازه نه ورکوي چې پدې هیواد کې د توکیو د ٢٠٢٠ کال د پاراالمپیک په مقدماتي سیالیو کې گډون وکړي.

د پاراالمپیک نړیوالې کمیټې د مالیزیا پدې اقدام خپگان ښودلی او ویلي یې دي چې د مالیزیایي مقاماتو دغه کار ناهیلي کړي دي.

مالیزیا چې اکثریت وگړي یې مسلمانان دي د اسرائیل سره دیپلوماتیکې اړیکې نلري او دې هیواد ته په اسرائیلي پاسپورت سفر منع دی.

د توکیو د ٢٠٢٠ کال د پاراالمپیک لوبو مقدماتي سیالۍ د ٢٠١٩ کال د جولای له ٢٩ د اگست تر ۴ پورې د مالیزیا په کوچینگ ښار کې جوړیږي چې په کې د اویا هیوادونو په سلگونو لوبغاړي گډون کوي.

د پنجشنبې په ورځ د مالیزیا صدراعظم مهاتیر محمد وویل چې اسرائیلي لامبووهنکو ته به ویزه ورنکړي. زیاته یې کړه "کچیرې دوی (اسرائیلي لوبغاړي) راشي دا به یوه سرغړونه وي... او که هغوي (پاراالمپیک نړیواله کمیټه) غواړي چې مالیزیا د مقدماتي لوبو د کوربتوب نه وباسي، کولای شي دا کار وکړي".

د پاراالمپیک نړیوالې کمیټې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ښاغلي مهاتیر په څرگندونو ناهیلي شوي دي، خو دوی به دې موضوع تعه یوه لاره پیدا کړي.

په ١٩٩٧ کال کې د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو سره سره مالیزیا د اسرائیل د کرکټ ټیم ته اجازه ورکړې وه چې د ٢٢ هیوادونو په سیالیو کې گډون وکړي چې د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا په کوالالمپور کې جوړې شوې وې. دا لومړی ځل و چې یو اسرائیلي ټیم مالیزیا ته سفر کړی و.

مالیزیا د اوږدې مودې راهیسې د فلسطین او اسرائیل لانجې د حل لپاره د دوو هیوادونو د حل لارې ملاتړ کي او د مالیزیا کې زیات خلک د فلسطین د جنبش ملاتړي دي. کله چې د ٢٠١٧ کال په سپتمبر کې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توگه وپیژاند په زرگونو مالزیایانو په لارو کوڅو کې مظاهرې وکړې.

XS
SM
MD
LG