د لاس رسي وړ اتصالات

اصغر ستانکزی د IPL بولۍ کې د افغان لوبغاړو ترمنځ تر ټولو ټیټه بیه لري


په هند کې د آی پي ایل د سیالیو لپاره د لوبغاړو د اخیستو بولي د همدې میاشتې په شلمې نیټې کیږي. د لومړي ځل لپاره د افغانستان د پنځو لوبغاړو نومونه هم د بولۍ په لیست کې شامل شویدي.

د آی پي ایل د بولۍ په لیست کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي نوم د بیټ وهونکي په حیث لیکل شوی او د پیل بیه یې یوازې شل لکه هندۍ روپۍ ټاکل شویده. دا چې لوبغاړي د آزادې بولۍ پر بنسټ اخیستل کیږي، ښایي د ښاغلي ستانکزي بیه تر دې لوړه شي او یا هیڅ وانخیستل شي.

محمد نبي بیا د بیټ وهونکي او توپ اچونکي (آلرونډر) په لیست کی دی او د پیل بیه یې ۳۰ لکه هندۍ روپۍ ټاکل شوې. ښاغلي نبي تر دې وړاندې د بنګلادیش او پاکستان د غوره لیګ په سیالیو کې هم لوبې کړیدي چې هم د توپ وهنې او توپ اچونې په برخې کې ښه ځلیدلي و.

د افغانستان په لوبغاړو کې تر ټولو لو ړه بیه محمد شهزاد محمد او راشد خان ارمان ته ټاکل شوې. شهزاد د ویکټ ساتونکي او توپ وهونکي په لیست کې دی او د پیل بیه یې پنځوس لکه هندي روپۍ ده. راشد خان بیا د توپ اچونکو په لیست کې دی او د هغه بیه هم پنځوس لکه هندۍ روپۍ ده. دغو دواړو افغان لوبغاړو د بنګلادیش د غوره لیګ په سیالیو کې برخه اخیستې .

تیز توپ اچونکی دولت ځدران چې دا یې په سوداګریزو لوبو کې لومړی ځل دی چې برخه اخلي، نوم یې د بالرانو په لیست کې دی او د پیل بیه یې دیرش لکه هندي روپۍ ټاکل شویده.

سږ کال د هند غوره لیګ د بولۍ په لیست کې د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو د ۳۵۱ لوبغاړو نومونه شامل دي. په لیست کې یوازې د پاکستان لوبغاړي نشته او د لومړي ځل لپاره پکې شپږو هغو لوبغاړو ته د ګډون فرصت ورکړل شوی چې د دویمې درجې غړیتوب لري.

د افغانستان تر څنګ د عربي متحده اماراتو یو لوبغاړی هم د بولۍ په لیست کې شامل شویدی.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG