د لاس رسي وړ اتصالات

د هند غوره لیګ سیالۍ په عربي متحده امارتو کې کیږي


د هند غوره لیګ سیالۍ د کرونا وبا د خپریدو له وجې ځنډیدلې وې.

د هند د کرکټ د غوره لیګ د ۲۰۲۱ سیالۍ چې د کرونا ویروس د خپریدو له وجې نیمګړې پاتې وې، د همدې کال د سپټمبر او اکټوبر په میاشت کې په عربي متحده اماراتو کې کیږي.

د سږکال سیالۍ په هند کې وې خو دا چې پدې هیواد کې د کرونا دریمې څپې زور واخیست، مسؤلین مجبور شول چې سیالۍ په نیمایي کې پریږدي او تر بلې نیټې یې وځنډوي.

د هند کرکټ بورډ د آی پي ایل سیالیو د ځنډولو پریکړه وروسته تر هغه وکړله چې یو شمیر لوبغاړي او د لوبډلو د تنظیماتو د څانګې غړي د کرونا په ویروس اخته شول.

هند د هماغې نیټې راپدیخوا د یو شمیر هیوادونو او د کرکټ د نړیوالې شورا سره جدي خبرې کولې چې څنګه د آی پي ایل سیالیو ته د نړیوالو لوبو پدې مصروف مهال ویش کې ځای ورکړي.

د هند د کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي چې د سږ کال د آی پي ایل سیالۍ عربي متحده اماراتو ته د کرونا د ویروس له وجې نه بلکې د موسمي بارانونو له وجې لیږدوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، " په یوې ځانګړې عمومي غونډې کې په غوڅ اکثریت دا پریکړه وشوه چې پاتې لوبې په عربي متحده اماراتو کې وشي ځکه چې د سپټمبر او اکټوبر په میاشت کې په هند کې د موسمي بارانونو وخت وي. "

د ۲۰۲۱ کال د شلو شلو اورونو د نړیوال جام سیالۍ هم د مهال ویش له مخې په هند کې کیږي. د هند کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ د نړیوالې شورا نه یې وخت غوښتی چې پریکړه وکړي آیا دا سیالۍ د اکټوبر او نومبر په میاشت کې په هند کې وشي او که نه.

ټاکل شوې د کرکټ نړیواله شورا د همدې را راوانې سه شنبې په ورځ د شلو شلو اورونو د نړیوال جام په هکله خبرې وکړي.

د آی پي ایل په سیالیو کې د نړۍ د کرکټ د مشهورو لوبغاړو تر څنګ د افغانستان درې لوبغاړي، محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمان لوبه کوي.

دوي درې واړه د سنرایزرز حیدرآباد په لوبډله کې دي.

XS
SM
MD
LG