د لاس رسي وړ اتصالات

د هند غوره لیګ یا آی پي ایل


د هند غوره لیګ یا آی پي ایل
د هند غوره لیګ یا آی پي ایل

د هند د غوره لیګ په نامه د کرکټ د سیالیو څلورمه دوره په هند کې پیل شویده چې دوه میاشتې به دوام ولري.

آی پي ایل یا د هند غوره لیګ د کرکټ د هغو سیالیو نوم دی چې هر کال په هند کې ترسره کیږي.پدې سیالیو کې هره لوبډله شل شل اوره لوبه کوي چې نندارې ته یې زښته زیات خلک راځي او د خپل ایالت پورې اړوند ټیم ته چک چکې کوي او د هغوي د تشویق کولو لپاره چیغې وهي.

پدغو سیالیو کې تر ټولو په زړه پورې خبر دا ده چې د هرې لوبډلې لوبغاړي د بیلا بیلو هیوادونو پورې اړه لري. بله دا چې دا لوبډلې د هیڅ کوم هیواد پورې اړه نلري بلکه د دغو لوبډلو خاوندان زیاتره د هند د سینما مشهور ستوري او یا بډایه خلک دي.

د لومړي ځل لپاره دا سیالۍ په کال 2008 میلادي کې په هند کې پیل شوې او د هند د کرکټ د لیګ ځای یې ونیوه. د هند د لیګ د سیالیو سره یې توپیر دا دی چې د بل هیواد لوبډلې پکې برخه نشي اخیستلی. که څه هم چې په 2008 کال کې د لومړي ځل لپاره د دغو سیالیو لپاره په هند کې کومه ستونزه نه وه خو د امنیتي دلایلو په خاطر د 2009 کال لوبې د هند پر ځای په جنوبي افریقا کې تر سره شوې چې په هند کې یې د دغې لوبې د علاقه مندانو زړونه یو څه ور مات کړل.

خو تر هغې وروسته بیا ټولې لوبې په هند کې کیږي.

د سږ کال په لوبو کې لس لوبډلې شاملې دي چې د اکثره لوبډلو نومونه د هند د ایالاتونو نومونه دي. د هر کال د سیالیو د پیل نه وړاندې لوبغاړي آزادې بولې ته وړاندې کیږي بیا نو هر لوبډله دا هڅه کوي چې تر ټولو ښه لوبغاړي د خپلې لوبډلې لپاره واخلي خو ګټه هغه څوک کوي چې زیاتې پیسې ولري.

آی پي ایل د لوبډلو لپاره قانون جوړ کړیدي چې د همدې قانون په رڼا کې لوبډلې د ځان لپاره لوبغاړي ټاکي. لومړی قانون یې دا دی چې هره لوبډله باید چې لږ تر لږه 16 لوبغاړي، لږ تر لږه یو تن روزونکی یا کوچ او لږ تر لږه یو ډاکټر ولري.

بله دا چې یوه لوبډله به یوازې لس تنه غیرې هندي لوبغاړي په لوبډلې کې اخیستلې شي او باقې پاتې یې باید چې ټول د هند اوسیدونکي اوسي.

د شلو شلو اورنو د نړیوالو سیالیو سره د آی پي ایل یو توپیر دا دی چې لوبډلو ته د لوبې په جریان کې دوه نیمو دقیقو لپاره د اوبو څښلو لپاره وقفه ورکول کیږي چې لومړې وقفه د لوبې په نهم او دویمه یې په شپاړلسم اور کې اخیستل کیږي.

د آی پي ایل د لوبو د خپرولو حق د هند یوه تلویزوني شبکې ته چې سوني انټرټیمنټ نومیږي، د لسو کالونو لپاره یې د هند د کرکټ بورډ نه په اجاره اخیستی دی. دغه تلویزون د هند د کرکټ بورډ ته د لسو کالونو لپاره 1.93 میلیارده ډالر ورکوي او تقریباً په ټولې نړۍ کې په مستقیم ډول خپریږي.

Indian Premier League (IPL)
Indian Premier League (IPL)

د سږ کال په سیالیو کې ترټولو د لوړ قیمت لوبغاړي د کلکته نایټ رایډرز په لوبډلې کې دي د دې لوبډلې څښتن د هند د سینما وتلي ستوری شاروخان دی. د هغه په لوبډلې کې تر ټولو د لوړې بیې لوبغاړي ګاتم ګامبیر دی چې د دوه کالونو لپاره یې ورسره د 2.4 میلونه ډالرو قرار کړیدی. او دویم لوبغاړی چې یوسف پټان دی چې د هغه سره بیا د 2.1 میلون ډالرو قرار داد شویدی.

د دې لوبو لپاره لوبڅاران یا نفريان اکثره هماغه کسان دي چې په نورو نړیوالو لوبو کې نفریتوب کوي. آی پي ایل د لوبڅارانو قرارداد د کنګ فیشر د الوتکو د هوایي شرکت سره کړیدی. دغه شرکت به آی پي ایل ته هر کال 23.53 میلونه امریکایي ډالر ورکوي چې د دې په بدل کې به د لوبڅارانو په جامونو باندې د شرکت نوم لیکل کیږي او هم به په هغو تلویزونونو کې د دې شرکت نوم راځي چې د لوبغاړو د سوځیدو او یا نه سوځیدلو اعلانونه پکې راځي.

XS
SM
MD
LG