د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پلاوی ایراني چارواکو سره خبرو لپاره تهران ته ځي


له ښاغلي عبدالله سره په دغه سفر کې یو شمېر نور لوړ پوړي افغان چارواکي هم مله دي.
له ښاغلي عبدالله سره په دغه سفر کې یو شمېر نور لوړ پوړي افغان چارواکي هم مله دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ یو لوړ پوړی حکومتي پلاوی سبا پلازمینې تهران ته ځي او له ایراني چارواکو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کوي.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ امریکا غږ ته وویل، افغان پلاوی به په دې سفر کې د ایران له مذهبي مشر سیدعلي خامنه یي، ولسمشر حسن روحاني، د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار او د دغه هیواد د کابینې له یوشمیر غړو سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې او په امنیتي او اقتصادي برخو کې د افغانستان او ایران د ګډو کمېټو د کار ارزونه وکړي.

د ښاغلي غورزنګ په وینا، په دې سفر کې به د وزارتونو په کچه ځینې هوکړې هم لاسلیک شي.

هغه وویل "د دې سفر هدف، په امنیتي او اقتصادي عرصه کې د هغو کمیټو د کار ارزیابي ده، چې څه موده مخکې د دواړو هیوادونو له خوا د دې لپاره ګمارل شوي وو، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهالو اقتصادي او امنیتي همکاریو د تنظیم او همغږۍ لپاره د یو چوکاټ پر جوړولو کار وکړي، همدا راز به په دې سفر کې یو شمیر بین الوزارتي همکاریو توافقنامې هم امضاء کیږي."

په دې دوه ورځني سفر کې د اجرائيه ریاست دویم مرستیال حاجی محمد محقق، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر او د کابینې یو شمیر وزیران هم شامل دي.

د سفر ارزښت

د چارو یو شمیر شنونکي ایران ته د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو دا سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو پراختیا لپاره یو ښه ګام ګڼي او وايی، په هره کچه چې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان اړیکې د دوه‌اړخیز درناوي پر بنسټ پراختیا ومومي، د افغانستان په ګټه دي.

په نړیوالو اړیکو کې د پوهنتون استاد عبداللطیف نظري امریکا غږ ته وویل، افغان پلاوي ته په کار ده، چې د ښې ډیپلوماسۍ له مخې د افغانستان او ایران تر منځ له ګډو اقتصادي او سیاسي ظرفیتونو څخه د افغانستان په ګټه کار واخلي.

د اجرایي ریاست دویم مرستیال محمد محقق هم په دغه سفر کې شامل دی.
د اجرایي ریاست دویم مرستیال محمد محقق هم په دغه سفر کې شامل دی.

د ښاغلي نظري پر وینا، هیوادونه په بهرنیو اړیکو کې خپلې ملي ګټې لټوي، چې ایران هم د دغو هیوادونو په ډله کې شامل دی او افغان حکومت د یوې ښې او جامع ډیپلوماسۍ پر بنسټ کولی شي، چې له یوې خوا د ایران د نفوذ مخه ډپ کړي او له بلې خوا د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او امنیتي همکاریو ته پراختیا ورکړي.

هغه وویل "دا زموږ ډیپلوماسۍ پورې تړلې ده، چې په ورته وخت کې له ایران سره نیکې اړیکې وساتو او همداشان په هغو برخو کې چې ایران غواړي ورکې نفوذ وکړي مخه یې ونیسو، افغانستان باید وکولی شي چې په هوښیارۍ او تدبیر سره د ډیپلوماسۍ په حوزه کې، ایران د یو اعتماد وړ شریک په توګه چې ګډې ګټي او ګډ ګواښونه لري، پام یې د افغانستان اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت ته راوګورځوي."

د چارو دغه کارپوه وویل، د افغانستان بهرنۍ اړیکې باید داسې نه وي لکه څنګه چې یې پاکستان ته د امتیازاتو په ورکولو پالي، بلکې د اړیکو د ښه والي او پراختیا لپاره په کار ده چې د اعتماد جوړونې او د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د سیاست پر بنسټ خبرې وشي.

ښاغلي نظري وویل، ایران له پاکستان سره ښې اړیکې لري او افغانستان کولی شي چې له دغو اړیکو څخه د فشار د وسیلې په توګه ګټه واخلي او پاکستان دې ته اړ کړي، چې د افغانستان په وړاندې په خپل سیاست کې سمون راولي.

په همدې توګه ښاغلي نظري وویل، ایران د سیاسي اړیکو تر څنګ په اقتصادي برخه کې هم د افغانستان لپاره ګټور ثابتېدلای شي.

د هغه پر وینا د افغانستان لپاره د پاکستان د کراچۍ د بندر پر ځای د ایران د چاه بهار بندر یو ښه بدیل دی او دا به له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې د توکو په صادرات او وارداتو مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG