د لاس رسي وړ اتصالات

ایران غواړي د ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري


د ایران جمهوررئیس محمود احمدي نژاد د افغانستان او تاجکستان سره د قوي اړیکو غوښتنه کړې ده.

د ایران جمهوررئیس دا غوښتنه پرون د پنجشنبې په ورځ په تهران کی د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي او د تاجکستان د جمهوررئیس امام علي رحمان سره د ملاقات په وخت وکړه.

ښاغلي احمدي نژاد وویل چی ډیر به شاید دده په قول " په سیمه کي ددرو مستقلو ملکونو د قوي دوستۍ چی روان حالات بدلولای سي، هرکلی ونه کړي."

هغه دغه راز د خارجي قواو نه وغوښتل چی د سیمي نه ووځي. تهران خپلو سرحدونو ته نژدې د امریکایي قواو موجودیت ځان ته گواښ بولي، په داسی حال کي چی واشنگټن د ایران د ذروي پروگرام له کبله په هغه ملک باندي بد گمانه دی.

دغو درو مشرانو وروسته د ایران د ستر مشر ایت الله علي خامنه یې سره وکتل او هغه وویل " خارجیان چی افغانستان ته د امنیت او دیموکراسۍ د شعار په ورکولو راغلي وو، اوس په ملکیانو باندی حملې کوی."

خامنه یي وویل چی په افغانستان کی د هغوي موجودیت نور څه نه دي راوړي، بلکی دده په قول یې " دافغانستان خلکو ته شر او اداري فساد " ورسره راوړی دی.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG