د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې د تیلو تر ټولو ستر شرکت د ایران نه ووت


د فرانسې د تیلو تر ټولو ستر شرکت په ایران کې د پنځو ملیاردو ډالرو په ارزښت قرارداد په رسمي ډول فسخ کړ او د دې هیواد نه ووت.

قرارداد د شلو کالونو لپاره و او د ټوټل کمپنۍ د ایران په جنوبي برخې کې یې د طبیعي ګازو فابریکه جوړوله.

د ایران د تیلو وزیر بیژن زنګنه ویلي دي چې د ټوټل کمپنۍ دا قرارداد په ایران د امریکا د اقتصادي بندیزونه وروسته فسخ کړ. ښاغلي زنګنه ویلي کوښښ کوي چې د کوم بل شرکت سره قرارداد وکړي خو نور جزیات یې ورنکړل.

ایران د همدې میاشتې په سر کې ویلي و د چین یو دولتي شرکت د دې پروژې اتیا په سلو کې برخه اخیستې. په لومړي سر کې د چین برخه یوازې دیرش په سلو کې وه.

پخپله د ټوټل شرکت تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG