د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران سپاه پاسدران وايي د یوې الوتکې د تښتول کېدو مخه یې نیولې


د ایران د فوکر ۱۰۰ هوایي شرکت الوتکه د اهواز ښار نه د مشهد په لور روانه وه.
د ایران د فوکر ۱۰۰ هوایي شرکت الوتکه د اهواز ښار نه د مشهد په لور روانه وه.

ایراني چارواکي وایي د یوې مسافر وړونکې الوتکې د تښتول کیدو مخه یې نیولې چې د اهواز د ښار نه مشهد ته یې پرواز کاوه.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو دغه اعلان کړی خو د الوتکې د تښتونکي په هکله یې نور معلومات ندي ورکړي او یوازې دومره یې ویلي چې تښتونکي نیت درلوده الوتکه د فارس خلیج جنوبي څنډو ته وتښتوي.

د فارس خلیج په جنوبي څنډو کې د سعودي عربستان تر څنګ بحرین او عربي متحده امارات پراته دي چې په سیمه کې د پخوا راهیسې د ایران سره ستونزې لري او په نیت یې شکمن دي.

د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو په ویب سایټ کې ویل شوي چې دا تجارتي الوتکه د ایران د فوکر ۱۰۰ هوایي شرکت ده چې د جنوبي لویدیځ ښار اهواز نه شمال لویدیځ ښار مشهد ته روانه وه.

په ویب سایټ کې ویل شوي چې الوتکې د اصفهان په مرکزي ښار کې بیړنۍ ناسته کړې او په پیښه کې هیچا ته زیان ندی اوښتی.

تر اوسه نده معلومه چې آیا د مشکوک تښتونکي سره وسله وه که نه.

د فوکر ۱۰۰ هوایي شرکت د ویب سایټ له مخې ټاکل شوې وه چې د هغوي یوه الوتکه د پنجشنبې په ورځ ، مارچ ۴ (کب۱۴) د ماښام په ۷:۱۵ د اهواز نه د مشهد په لور پرواز وکړي.

ویل کیږي چې د ایران په کورنیو پروازونو کې تل د هوایي ځواکونو څو تنه عسکر چې په وسلو سمبال وي، سپاره وي چې د الوتکې د تښتول کیدو او یا په الوتکه کې د ګډوډۍ د پیدا کیدو مخه ونیسي.

په ایران کې د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب نه وروسته د ملکي هوایي چلند د الوتکو امنیت د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ته وسپارل شو.

د امریکا د فدرالي هوایي چلند د ادارې په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې یو کس چې د ایران د هویي شرکت فوکر ۱۰۰ الوتکه کې سپور و او جعلي تومانچه ورسره وه، کوښښ یې کاوه الوتکه فرانسې ته وتښتوي خو چارواکو ونیوه.

په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې د ۲۰۰۰ کال د نومبر په میاشت کې هم څلورو کورنیو د آریا ټور په نامه د ایران د هوایي شرکت د یوې الوتکې د تښتولو هڅه کړې وه.

تښتونکو غوښتل الوتکه د امریکا متحده ایالاتو ته پرواز وکړي خو د سپاه پاسداران انقلاب مارشالانو یې مخه ونیوله. په ډزو کې یو تښوونکی وژل شوی و او د الوتکې د یوې خدمې په ګډوند الوتکې پنځه تښتونکي ټپي شوي وو.

XS
SM
MD
LG