د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران یوه الوتکه غورځېدلې او ټول سپاره یې مړه دي


ایراني چارواکي‌وايي الوتکه له مهراباد نه روانه شوې وه چې له رادار سره یې اړیکه پرې شوه
ایراني چارواکي‌وايي الوتکه له مهراباد نه روانه شوې وه چې له رادار سره یې اړیکه پرې شوه

په ایران کې چارواکي وايي د یوه خصوصي شرکت مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې او په کې ۶۶ سپاره او عمله مړه شوي‌ دي.

الوتکه د اسمان په نامه د یو شرکت وه، پېښه د یکشبنې په ورځ (فبروي۱۸) شوې ده.

رویټرز اژانس د چارواکو له خولې لیکلي دي چې په الوتکه کې ټول سپاره مړه شوي دي او مرستندویه ډلې سیمې ته استول شوې خو د خرابې هو له کبله الوتکو د پېښې ځای لا موندلی نه دی.

چارواکي وايي دغې الوتکې کومه تخنیکي ستونزه نلرله. الوتکه د مهراباد له هوايي ډګر نه یاسوچ ته روانه وه چې د اصفهان ښار په جنوب کې وغورځېده.

له تېرو څو لسیزو راهېسې پر ایران اقتصادي بندیزونه لګول شوي دي چې د نورو برخو ترڅنګ یې ترانسپورتي‌ وسایل هم زاړه شوي دي او په اسانۍ سره نوي وسایل پېرودلې نشي، ښایي‌ همدا علت وي چې په دې وروستیو کې په ایران کې د الوتکو دغورځېدو پېښې ډېرې شوي دي.

ایران له امریکا او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو سره له هستوي تړون وروسته د امریکا د بوینګ او اروپا له ایربس څخه سلګونه نوې الوتکې وپېرودلې، خو تر دې دمه یې یوازې څو دانې ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG