د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې د ایران او سعودي عربستان 'پټې' خبرې


سعودي او ایران تر اوسه د دې ملاقات په هکله څه ندي ویلي.
سعودي او ایران تر اوسه د دې ملاقات په هکله څه ندي ویلي.

د عراق د حکومت یو چارواکي ویلي چې د منځني ختیځ د تر ټولو سترو سیالانو ایران او سعودي عربستان استازو په همدې روانې میاشت کې په بغداد کې سره کتلي دي.

ویل کیږي چې د خبرو لپاره زمینه د عراق صدراعظم مصطفی الخادمي برابره کړې وه چې هدف یې د ریاض او تهران تر منځ د اړیکو اعاده کول دي.

سعودي عربستان کې چې اکثریت یې سنیان او ایران چې اکثریت یې شعیه ګان دي، تقریباً د پنځو کالونو راپدیخوا د یو بل سره سیاسي اړیکې نلري.

سعودي عربستان په رسمي توګه په بغداد کې د ایراني چارواکو سره خبرې رد کړي او ایران هم تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي او یوازې همدومره یې ویلي چې د سعودي سره تل د خبرو اترو هرکلی کوي.

خو د عراق یوه حکومتي چارواکي د فرانس پریس خبري اژانس ته تائید کړې چې دا غونډه په بغداد کې شوې. د لویدیځ حکومت یو دپلومات هم دې اژانس ته ویلي چې د غونډې نه وړاندې ورته ویل شوي چې "ښایي خبرې به د ایران او سعودي تر منځ د اړیکو د ښه کیدو په مقصد وشي"

د سعودي او ایران د چارواکو تر منځ دا خبرې تر ډیره وخت پټې ساتلې شوې وې خو د برتانیې د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې پرون د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې لومړنۍ غونډه د همدې روانې اپریل د میاشتې په ۹مې نیټې شوې.

ویل کیږي چې د سعودي عربستان د پلاوي مشر د استخباراتو د ادارې مشر خالد بن علي الحمیدان او د ایران د استازو مشري د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شامخاني کوي.

سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې وروسته تر هغه د ایران سره دپلوماتیکي اړیکې پرې کړلې چې ایراني مظاهره چیانو په تهران کې د سعودي په سیاسي نماینده ګۍ یرغل وکړ.

مظاهره چیانو وروسته تر هغه دا کار وکړ چې سعودي د شعیه ګانو مشهور دیني عالم نمر باقر النمر اعدام کړ.

د سعودي او ایران تر منځ په بغداد کې د ملاقات دا خبر پداسې حال کې ورکول کیږي چې د اتریش په پایتخت ویانا کې د ایران د اتومي تړون پر سره هم خبرې پيل شوي.

د خبرو هدف دا دی چې څنګه امریکا بیرته د دې تړون سره یو ځای شي او په ایران لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیرې شي.

XS
SM
MD
LG