د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي د داعش ډلې څلور مشکوک وسله وال یې نیولي دي


د کرمان په ښار کې په ځانمرګي بریدونو کې چې داعش یې د کولو ادعا کړې وه، څه باندې ۹۰ تنه وژل شوي و.
د کرمان په ښار کې په ځانمرګي بریدونو کې چې داعش یې د کولو ادعا کړې وه، څه باندې ۹۰ تنه وژل شوي و.

په ایران کې دولتي مطبوعاتو شنبه اپریل شپږمه (وري ۱۸) ویلي چې د دې هیواد پولیسو درې تنه نیولي چې شک کیږي د اسلامي دولت یا داعش ډلې غړي به وي او د روژې میاشتې په پای کې یې په ایران کې د برید کولو پلان درلود.

د ارنا رسمي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې دا درې تنه په شمال لویدیځ ولایت البرز کې د کرج په ښار کې نیول شویدي.

په راپور کې ویل شوي چې په نیول شویو کسانو کې د محمد ذاکر په نامه شخص هم شامل دی چې د دې ډلې جګپوړی غړی بلل شوی.

د ارنا خبري اژانس په راپور کې دا ندي ویل شوي چې دا کسان څه وخت نیول شوي او دا یادونه هم نده شوې چې آیا نیول شوي کسان پخپله د ایران که د کوم بل هیواد / هیوادونو اتباع دي.

په راپور کې راغلي، " پولیسو د البرز په ولایت کې د اسلامي دولت ډلې درې غړي نیولي چې پلان یې درلود د روژې میاشتې په پاې کې د خوښیو په ورځو کې بریدونه وکړي".

د ارنا خبري اژانس په راپور همدارنګه ویل شوي چې اته نور کسان هم پدې تور نیول شوي چې د داعش دې مشکوکو غړیو سره یې لار درلوده خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

تر دې وړاندې د قُم په ښار کې هم سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي و چې پولیسو دوه تنه نیولي چې شک پرې کیږي د داعش غړي به وي.

په ایران کې د داعش غړیو نیول کیدو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې ددې هیواد چارواکو تیره اوونۍ په مسکو کې د احتمالي تروریستي برید په اړه روسیې ته له وړاندې خبرداری ورکړی و.

د سرچینو په وینا تهران دغه استخباراتي معلومات د کرمان د برید په شک د نیول شویو کسانو څخه ترلاسه کړي وو.

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي: "په روسیې کې له برید څخه څو ورځې مخکې، تهران په روسیې کې د احتمالي لوی ترهګریز برید په اړه مسکو ته معلومات ورکړي وو چې په ایران کې د وژونکو بمي بریدونو په تړاو له نیول شويو کسانو څخه د تحقیقاتو په مهال ترلاسه شوي وو."

ایران د روان کال د جنورۍ‌ په درېیمه د کرمان په ښار کې د دوو بمي‌ چاودنو په شک ۳۵ تنه نیولي‌ وو چې د راپورونو په اساس په افغانستان کې د اسلامي‌ دولت (داعش ډلې) د خراسان څانګې یو قوماندان هم په کې و. په دغو چاودنو کې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي وو.

داعش ډلې د کرمان د چاودنو مسولیت هم منلی و چې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي‌ انقلاب څخه وروسته په دغه هېواد کې تر ټولو خونړی برید و. پدې برید کې ۹۰ تنه وژل شوي و.

د متحده ایالاتو د استخباراتو د معلوماتو په اساس په ایران او روسیې کې دواړه ترهګریز بریدونه د داعش ډلې د خراسان څانګې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG