د لاس رسي وړ اتصالات

ایران امریکا ته ویلي چې د اسرائیل له شخړې ځان لېرې وساتي


په اسرائیل د ایران برید څخه وروسته یو شمیر کسانو په تهران کې مظاهرې کړي.
په اسرائیل د ایران برید څخه وروسته یو شمیر کسانو په تهران کې مظاهرې کړي.

ایران په سیمه ایز وخت یکشنبه اپریل ۱۴ (وري ۲۶) متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی چې د اسرائیل سره د دې هیواد په شخړې کې دې لیرې اوسي.

ایران دا خبرداری وروسته تر هغه ورکړ چې په اسرائیل یې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه د سوریې په پایتخت دمشق کې په خپلې قونسلګرۍ د اسرائیل د هوایي برید په غبرګون کې وکړل.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ په یوې اعلامیې کې چې د ایکس په ټولنیزې شبکې کې خپره شوې ویلي چې د ایران نظامي اقدام په دمشق کې د قونسلګرۍ په ودانۍ د "صیهونیستي رژیم" تیري په غبرګون کې شوی.

په اعلامیې کې خبرداری ورکړل شوی که د اسرائیل رژیم بله سهوه وکړي، د ایران ځواب به لا شدید وي. د ایران استازولۍ همدارنګه متحده ایالاتو ته خبردرای ورکړی چې پدې شخړې کې دې نه ور ګډیږي.

په اعلامیې کې راغلي: " دا شخړه د ایران او اسرائیل بې لارې رژیم ترمنځ ده چې باید متحده ایالات ترې لیرې اوسي."

متحده ایالاتو تر دې دمه نه دي ویلي چې په اسرائیل د ایران برید ته به څه ډول غبرګون ښیي خو تر برید وړاندې یې د اسرائیل سره د نه "بدلیدونکي" ملاتړ ډاډګیرنه ورکړې وه.

په دمشق کې د اپریل په لومړۍ نیټه د ایران پر قونسلګرۍ په هوايي برید کې، چې پر اسرائیل یې تور پورې شوی، د دوو جنرالانو په ګډون د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو د اوو غړو له وژل کېدو وروسته، د ایران د غچ اخیستلو ګواښ په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو وېره پارولې ده.

د ایران د برید څخه وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د شنبې په ورځ خپله رخصتي په منځني ختیځ کې د وضعیت په هکله د عاجلو سلا مشورو کولو له کبله لنډه کړله.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان هم د شنبې شنبې په ورځ ویلي چې د خپل اسرائیلي سیال تزاچي هانګیبو سره یې په ټیلیفون کې خبرې کړي او د متحده ایالاتو د ټینګ ملاتړ ډاډ یې ورکړی.

سولیوان د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د اسرائیل د ملي امنیت سلاکار سره یې په منځني ختیځ کې د پیښو په هکله خبرې کړي او د متحده ایالاتو "نه بدلیدونکي" ملاتړ ډاډ یې ورکړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG