د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ: ایران پر اسرائیل د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید کړی


د اسرائیل استخباراتو تائید کړې چې د عراق او ایران د خاورې څخه لسګونه د کروز توغندي او ډرون الوتکې د اسرائیل په لور توغول شوي.
د اسرائیل استخباراتو تائید کړې چې د عراق او ایران د خاورې څخه لسګونه د کروز توغندي او ډرون الوتکې د اسرائیل په لور توغول شوي.

د ایران پوځ په سیمه ایز وخت شنبه اپریل ۱۳(وري ۲۵) ناوخته ویلي چې د ایران پوځ د دې هیواد په لور بې پیلوټه یا ډرون الوتکې توغولي دي.

د پوځ ویاند دانیال هاګاري په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا الوتکې د ایران د خاورې څخه توغول شویدي.

ویاند ویلي چې د متحده ایالاتو او نورو شریکانو سره په ګډه کار کوي چې د دې بریدونو پر ضد اقدام وکړي او شنډې یې کړي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو په یوې اعلامیې کې چې په دولتي تلویزیون کې خپره شوې ویلي چې لسګونه توغندي او ډرون الوتکې یې د اسرائیل په لور د ایران د خاورې څخه توغولي دي.

د اسرائیل استخباراتو بیا تائید کړې چې د عراق او ایران د خاورې څخه لسګونه د کروز توغندي او ډرون الوتکې د اسرائیل په لور توغول شوي.

د اسرائیل دوو نظامي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې ښایي دا توغندي او ډرون الوتکې د ګولان په غونډیو د نیګاف په دښتې کې د اسرائيل هوایي ځواکونو په یوې اډې ولګیږي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې امریکایي ځواکونو په اسرائیل د ایران لخوا ټولو توغول شویو ډرون الوتکو او توغندیو شنډولو کې مرسته کړې او د اسرائیل صدراعظم سره نه یې بدلیدونکي ملاتړ ډاډ ورکړی.

بایډن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د جي ۷ هیوادونو غونډه به د یکشنبې په ورځ را وغواړي چې د ایران برید ته دیپلوماتیک ځواب ورسره همغږی شي.

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ملي امنیت ټیم په منظمه توګه جمهور رئیس جو بایډن ته معلومات ورکوي. په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د جمهور رئیس ټیم د اسرائیل او نورو متحدینو او شریکانو سره په دوامداره توګه په اړیکې کې دي.

په اعلامیې کې یو ځل بیا د اسرائیل سره د متحده ایالاتو د نه "بدلیدونکي ملاتړ" یادونه شوې او پکې ویل شوي چې "متحده ایالات به د اسرائیل ولس سره ولاړ وي".

غبرګونونه:

د بریتانیې صدراعظم ریشي سوناک په اسرائیل د ایران د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو توغیدل غندلي دي او د اسرائیل د امنیت د دفاع ډاډ یې ورکړی.

د بریتاینې مشر په یوې اعلامیې کې ویلي، " مونږ د خپلو متحدینو سره یو ځای په عاجله توګه د وضعیت ثابتولو لپاره کار کوو چې د کړکیچ پراخیدو مخه ونیسو. هیڅوک د وینې نوره تویدونه نه غواړي".

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو په یو تلویزیوني پیغام کې ویلي چې هیواد به یې د هر ګواښ په مقابل کې د ځان دفاع وکړي او د متحده ایالاتو په ګډون یې د برتیانیې، فرانسې او نورو هیوادونو د ملاتړ څخه هم مننه کړې.

بل پلو د ملګرو ملتونو عمومي منشي په اسرائیل د ایران برید غندلی او هغه یې په "جدي توګه د جنجال ډیریدل" بللي دي.

انټونیو ګوتریش په یوې اعلامیې کې ویلي، "د ټولو خواوو څخه د حوصلې غوښتنه کوم چې په منځني ختیځ کې په څو جبهو کې د نظامي شخړو سبب به شي".

په عین حال جرمني دا برید غندلی او خبرداری یې ورکړی چې ښایي ټوله سیمه ګډوډۍ لور ته ورټیل وهي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په یوې اعلامیې کې د تهران څخه د دې بریدونو د بندولو غوښتنه کړې.

آنالینا بایرباک په یوې اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې یې خپره کړې ویلي، "مونږ روانه حمله په سختو ټکو غندو چې ښایي ټوله سیمه ګډوډۍ ته ورټیل وهي. ایران او ګوډاګيان یې باید په سمدستي توګه دا حملې بندې کړي".

د بهرنیو چارو وزیرې همدرانګه ویلي چې برلین په ټینګه د اسرائیل سره ولاړ دی.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل هم دا برید غندلی او هغه یې د جنجال "بې ساری تشدید" بللی دی.

په عین حال کې د مصر د بهرنیو چارو وزارت د برید څخه وروسته ژوره اندیښنه ښودلې او د "حد اکثر" زغم غوښتنه یې کړیده. د وزارت په اعلامیې کې خبرداری ورکړل شوی چې په سیمې کې د جګړې پراخیدو خطر شته دی او دا یې هم ویلي چې مصر به د ټولو خواوو سره په اړیکه کې وي چې وضعیت کنټرول کړي.

سعودي عربستان هم چې تیر کال یې د ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې د سره پیل کړلې، د اندیښنې څرګندولو تر څنګ یې په ټولو خواوو غږ کړی چې د زغم څخه کار واخلي او د دې سیمې خلک د جګړې د خطر څخه بچ کاندي.

سعودي همدارنګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتي چې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره دې خپل مسؤلیت پر ځای کړي.

بل خوا د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو په پایتخت اوټاوا کې خبریالانو ته وویل چې هیواد یې په اسرائیل د ایران هوایي بریدونه په "زغرده غندي" او د اسرائیل سره د دریدو ټټر یې وهلی.

ښاغلي ټروډو ویلي چې د ایران بریدونه به سیمه لا بې ثباته کاندي.

همدارنګه ارجنټاین چې تیره ورځ یې د ۱۹۹۰ په لسیزه کې د دې هیواد په پایتخت کې د څو بریدونو ملامتي په ایران واچوله او دا هیواد یې "ترهګر دولت" وباله په یوې اعلامیې کې د اسرائیل سره خواخوږي او "نه ماتیدونکي" ملاتړ څرګندونه کړیده.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي ګیلاد ایردان د امنیت شورا عاجله غونډه راغوښتې او یو دیپلومات د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ښایي د نیویارک پر وخت د یکشنبې په ماسپښین دا غونډه دایره شي.

د اسرائیل استازي د ایران برید د نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ بللی او د امنیت شورا څخه یې په یو لیک کې غوښتي چې د ایران دې اقدام پر ضد د هرې وسیلې چې امکان لري، کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG