د لاس رسي وړ اتصالات

د مشهد بریدګر له پاکستان څخه ایران ته ورغلی و- راپور 


پولیسو بریدګر نیولی دی
پولیسو بریدګر نیولی دی

ایراني‌ رسنۍ وايي هغه بریدګر، چې تېره ورځ د اپریل په پنځمه نیټه (وري۱۶) یې د مشهد ښار د «امام رضا» په روضه کې یې یو روحاني په چاقو وواژه او دوه نور یې ژوبل کړل، له پاکستان څخه ایران ته داخل شوی و.

د ایران د تسنیم خبري‌ اژانس نن چهارشنبه راپور ورکړ چې بریدګر عبدالطیف مرادي نومېږي‌، اوزبیک دی او له پاکستان څخه ایران ته تر داخلېدو وروسته د مشهد د مهرا اباد سیمه کې اوسېده.

راپور وايي‌ چې هغه له خپل ورور سره یو ځای د باربرۍ په یو شرکت کې کار کاوه.

د تسنیم په راپور کې راغلي دي چې هغه «تکفیري افکار لرل او شیعه ګان یې رافضي او مجوسیان بلل او په دې عقیده و چې باید د هغوی وینه تویه شي.»

ایراني چارواکو دغه اژانس ته ویلي دي چې د عبدالطیف مرادي او د هغه د دوو وروڼو په ګډون یې د پېښې په تړاو شپږ مشکوک کسان نیولي ‌دي او له دوي څخه یې تحقیقات پیل کړي دي.

مرادي تېره ورځ په دریو روحاني شخصیتونو د چاقو بریدونه وکړل چې د چارواکو په خبره یو رحاني یې ۲۰ چاقو وهلی دی. هغه یو روحاني وواژه او دوه نور یې ژوبل کړل.

مقامات وايي چې هغه تر دغې پېښې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې په مختلفو نومونو باندې د شیعه ګانو په ضد لیکنې خپرولې.

د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي‌ دا برید غندلی دی او هغه یې «د تکفیرانو» عمل بللی دی.

له دغه برید لږ وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ځینو ایرانیانو وویل چې بریدګر د افغانستان اوزبیک دی، خو تر دې دمه ایراني‌ مقاماتو او امنیتي‌چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG