د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې یوه کس په چړې یو روحاني وژلی او دوه نور یې ټپیان کړی


ایراني چارواکو د سه شنبې په ورځ اپریل پنځمه‌ (وري ۱۶) وویل چې یوه کس ددغه هیواد په مشهد کې د امام رضا په زیات کې د چړې په واسطه یو روحاني وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي‌ دي.

د ایران لوی څارنوال محمد حسین درودي ویلي دي چې "بریدګر بهرنی تبعه دی" او د یوه ټپي روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی. هغه وویل چې ددې برید جزیات به له څیړنو وروسته وړاندې کړي.

مهر خبري آژانس د مشهد د څارنوالۍ په قول راپور ورکړی چې بریدګر له خپلو څلورو نورو ملګرو سره نیول شوی دی.

ایرنا د هغه کس هویت چې په دې برید کې وژل شوی محمد اصلاني معرفي کړی دی او دوه کسه نور چې په برید کې ټپیان شوي، د کورنۍ نومونه یې "دارایي" او "پاکدامن" معرفي کړي دي.

دغې دولتي رسنۍ همدارنګه په خپله ټویټر پاڼه داسې عکس خپور کړی چې ادعا شوې بریدګر دی.

بلخوا د ایران د صدا او سیما خبري رسنۍ د خراسان رضوي ولایت د والي یعقوب علي نظري له قوله راپور ورکړی"هغه وروستي‌ راپورونه چې امنیتي چارواکو موږ ته استولي، دا کس د تکفیري او استکباری افکارو خاوند وو چې د امام رضا په انګړ کې یې پر دغو روحانیونو برید کړی دی."

هغه زیاته کړه دا برید د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته په دوو بجو شوې او بریدګر د ایران د امنیتي قواوو له خوا نیول شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه

په ټولنیزو رسنیو کې ددغه برید په اړه بیلابیل غبرګونونه څرګند شوي‌دي. یو شمیر کسانو په اسرائیل کې ورته بریدونو ته د ایران د اسلامي جمهوري د پلویانو خوښي ته اشاره کړې ده.

یو شمیر نورو بیا په ایران کې د ملایانو له خوا پر خلکو له حده زیات فشار او وژنو ته اشاره کړې ده او ملایانو ته یې د ناامنیو رامنځ ته کیدل د حکومت د یو شمیر اقداماتو په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

په داسې حال کې چې د ایران رسمي چارواکو د برید په اړه د ډیرو جزیاتو له ورکولو ډډه کړې، د ایران اسلامي جمهوري ته نږدې د امنیتي او دفاعي چارو شنونکي حسین دلیریان پر یوه ټویټ لیکلي چې محمد اصلاني په مشهد کې د وهابیت د نغوذ د مخنیوي لپاره ډیر کار کړی. هغه ویلي" داسې شکونه موجود دي چې وهابیت ددې برید تر شاه وي."

له دې مخکې د اپریل په څلورمه "وري ۱۵" د ایران په ګلستان ولایت کې د کاووس په زیارت کې دوه سني مذبه ملایان په ډزو ووژل شول.

د سني نیوز خبري رسنۍ چې معمولا په ایران کې د سنیانو خبرونه خپروي، ددغو دوو ترکمنو ملایانو هویت ګل محمد اخند پژمان او عبدالرحمان خوجه ښودلی دی.

دغې رسنۍ زیاته کړې ده چې دغه دوه ملایان د تراویح له لمانځه مخکې د څو کسانو په ډزو کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG