د لاس رسي وړ اتصالات

ایران پلوه ملیشه ډلې بغداد کې د کردي ګوند دفتر سوځولی 


د الحشد الشعبي‎ شیعه ملیشه ډلې پلویانو چې ایران یې ملاتړ کوي د عراق په پلازمینه بغداد کې د کردستان دموکرتیک ګوند پر دفتر برید کړی او هغه یې سوځولی دی.

دغه پیښه د شنبې په ورځ ناوخته پداسې حال کې رامنځ ته شوه چې د ایران پلوه الحشد الشعبي ملیشه ډلې پلویان د کردستان د دموکرتیک ګوند د یو لوړپوړي چارواکي د تیرې میاشتې په څرګندونو په غوسه شوي وو.

د کردستان د دموکرتیک ګوند چارواکي او د عراق د بهرنیو چارو پخواني وزیر هوشیار زابري ویلي وو چې حکومت باید د بغداد شین زون «د الحشد الشعبي ملیشو له شتون څخه پاکه کړي».

هغه دا هم ویلي وو چې ددغې ملیشه ډلې ایستل ځکه اړین دي چې هغوی «غیر قانوني» عملیات کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کردستان د دموکراتیک ګوند پر دفتر باندې الحشد الشعبي ډلې د برید په تړاو یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې: «د ازادو او انتقادي څرګندونو وړتیا د هرې دموکراسۍ اساسي جز دی او سیاسي ګوندونه باید ددې وړتیا ولري چې د ملیشو او قاتلینو د ګواښ پرته په جدي بحثونو کې برخه واخلي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتیګس همداشان په خپله اعلامیه کې ویلي چې: «مونږ په کلکه له ټولو ګوندونو غواړو چې پدغه حساس پړاو کې چې عراق د وبا، اقتصادي کړکیچ او د داعش له پرله پسې ګواښ سره مخامخ دی خپلو مسولیتونو ته متوجه اوسي.»

XS
SM
MD
LG