د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او اروپا: ایران د امنیت شورا له پریکړې سرغړونه کړې


ایران تیره میاشت دوه بالستیکي راکټونه و ازمایل.
ایران تیره میاشت دوه بالستیکي راکټونه و ازمایل.

د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي متحدینو یې – بریتانیا، فرانسې او جرمني – د ملگرو ملتونو عمومي منشي ته په یو گډ لیک کې د ایران د بالستیکي میزائیلو وروستني ازمیښتونه د امنیت شورا له پریکړه لیک څخه سرغړونه بللې ده.

د رویترز خبري اژانس چې ددغه لیک یو کاپي یې ترلاسهکړې د یو ځانگړي راپور په خپرولو ویلي دي چې د ایران راکټونه چې په دې وروستیو کې وازمایل شول اتومي سر گلولې لیږدولای شي چې د امنیت د شورا د ٢٢٣١ پریکړه لیک سره په "تناقض" کې دي.

د ایران سپاه پاسداران د حوت د میاشتې په ۱۹ دوه بالستیکي راکټ وازمایل چې پر یو یې په عبري خط لیکل شوي وو "اسرائیل باید د نړۍ له نقشې ورک شي". دا اقدام د نړیوال غبرگون سره مخامخ شو.

ایران ویلي دي چې دا ازمیښتونه دفاعي جنبه لري او هیڅ یو راکټ د اتومي سرگلولې د لیږدولو وړتیا نه لري. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف وویل چې دا کار د امنیت شورا د پریکړې مخالف نه دی.

راکټ، د ایران د سبا ورځې قوت

په دې ترڅ کې د ایران ستر مذهبي مشر د چارشنبې په ورځ د وروستیو بریالیو راکټي ازمیښتونو په خاطر ددې هیواد د سپاه پاسداران د ستاینې په ترڅ کې وویل چې راکټي قدرت ددې هیواد د سبا ورځې امنیت لپاره خورا مهم دی.

آیت الله علي خامنه‌ای وویل چې که د ایران اسلامي جمهوریت د سوداگرۍ او حتی تکنالوژۍ او علومو په اړه د مذاکراتو هڅه کوي او دفاعي قدرت ونه لري، نو د هغه په وینا حتی کوچني هیوادونه به د ایران د گواښولو قوت پیدا کړي.

په ظاهره د ښاغلي خامنه‌ای څرگندونې د ایران د پخواني جمهور رئیس علي اکبر هاشمي رفسنجاني څرگندونو ته متوجه وی چې تیره اونۍ یې په خپل تویتر کې لیکلي وو چې "د سبا نړۍ، د خبرو نړۍ ده نه د راکټونو."

د ایران او لویدیځو قدرتونو ترمنځ د اتومي توافق وروسته د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له مخې، تهران باید د بالستیکي راکټونو په اړوند چې اتومي سرگلولې لیږدولای شي هیڅ ډول فعالیت ونه کړي.

XS
SM
MD
LG