د لاس رسي وړ اتصالات

ایران تر دوو کالونو وروسته د لومړي ځل لپاره یو تن په عام محضر کې اعدام کړی


د ایران د بشري حقونو یوه غیره دولتي مؤسسه وایي چې د دوو کالونو څخه وروسته د لومړي ځل لپاره یو تن په ایران کې اعدام شوی.

دې غیر دولتي ادارې چې مرکز یې په ناروې کې دی، په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ایمان سبزیکار په نامه یو تن چې د ۲۰۲۲ کال د فبرروي په میاشت کې د یو پولیس افسر د قتل په قضیه کې تورن شوی و، شنبه جولای ۲۳ (زمري۱) د شیراز په ښار کې اعدام شوی.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دا کس په عام محضر کې په هماغه ځای کې اعدام شوی چې د پولیسو دا افسر پکې وژل شوی و. د ایران سترې محکمې هم د روانې میاشتې په پیل کې ویلي و چې تورن شخص دې په عام محضر کې اعدام شي.

د ایران د بشري حقونو د غیر دولتي مؤسسې په اعلامیې کې د په عام محضر کې د خلکو اعدا کول د "منځنۍ پیړۍ" عمل بللی او په ایران کې د خلکو په ځپل کیدو اندیښنه ښودل شوې.

د دې ادارې مشر محمود مقدم په اعلامیې کې ویلي، "په عام محضر کې د دې ظالمانه سزا د بیا پیل کولو هدف دا دی چې خلک وترهول شي او وګواښل شي چې مظاهرې ونکړي".

ځیني انځورونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي پکې ادعا شوې چې په دار د ځړول شوي تن دي چې د ایران د زندان جامې یې اغوستي دي او په یو جرثقیل کې چې پړی ور پورې تړل شوی، دا کس پکې ځوړند دی.


د ایران په اسلامي جمهوریت کې معمولاً خلک په زندانونو کې دننه اعدامیږي خو فعالین وایي په عام محضر کې خلک پدې خاطر اعدامیږي چې نور ترې عبرت واخلي په ځانګړي توګه دا سزا هغوي ته ورکول کیږي چې د امنیتي ځواکونو د غړیو په قتل کې لاس ولري.

د ایران د بشري حقونو د ادارې د معلوماتو له مخې په ایران کې د وروستي ځل لپاره یو تن د ۲۰۲۰ کال د جون د میاشتې په ۱۱مې په عامه توګه اعدام شوی و. دې ادارې ویلي چې څلور نور کسان چې د پولیسو د افسرانو د وژلو په قتل تورن دي، ښایي د عین سرنوښت سره مخ شي.

ایران پداسې حال کې په عام محضر کې د تورنو کسانو اعدام کولو پیل کړي، چې پدې هیواد کې د اقتصادي بحران له کبله ګڼ شمیر خلکو په بیلا بیلو ښارونو کې مظاهرې کړي او فعالین اندیښنه لري چې ښایي ایراني چارواکي به لا ډیر کسان ونیسي او ځپل به ډیر شي.


XS
SM
MD
LG