د لاس رسي وړ اتصالات

ایران یوه بله ذروي بټۍ هم فعاله کړه


انجنیرانو په ایران کي نن د شنبې په ورځ د ذروي بریښنا هغې بټۍ ته د سونګ د موادو په رسولو پیل وکړچې په بوشهر کي واقع ده.

د مراسمو په وخت په ایراني تلویزیونونو کي ایراني او روسي مامورین ښودل کیږي چي سپیني لابراتواري چپني یې اغوستي دي او په بټۍ کي شاوخوا ګرځي. روسیې ددې بټۍ په جوړیدو کي مرسته کړې او هغې ته د سوتګ مواد رسوي.

د ایران د اټومي انرژۍ رئیس علي اکبر صالحي د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کي د روسیې د همکارۍ نه مننه وکړه . هغه دا هم وویل چی د لویدیزو هیوادونو د فشارونو، بندیزونو او نورو کړاونو سره سره ایران لکه څنګه چی ده وویل ددې ملک د سوله ایزو ذروي فعالیتونو په ستر سیمبول پیل کوي.

د ایران پریس ټلویزون وویل چی ددغي ذروي بټۍ د پاره به ١٦٣ ذروي لوحې یا راډونه د سیپټامبر تر پنځمي پوري تهیه شي. دغه خبري سازمان وویل چی ایراني چارواکي کوشش کوی ددې بټۍ نه ذروي بریښنا په راتلونکو دوو درو میاشتو کي تولید کړي.

اکثره لویدیز هیوادونه فکر کوي چی ایران کوشش کوي ذروی وسله ترلاسه کړي، که څه هم چی تهران دا په ټینګه ویلي دي چی ذروي پروګرام یې د سوله ایزو اهدافو دپاره دی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سیرګي ریاب کوف پرون ددې تضمین ورکړ چی ایران ددې قابلیت نه لري چی د سونګ ددغو موادو نه دې چی د بریښنا د تولید د پاره په کاریږي، ذروي وسله جوړه کړي.

د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس د هغه له قوله ویلي دي چی دده هیواد به ایران ته د سونګ مواد تهیه کړي او فضله مواد به یې د وسلو د نه خپریدو د تړون د اساساتو له مخي بیرته تصفیه کړي. هغه سل فیصده ددې تضمین وکړ چی ددغو موادو استعمال به سوله ایز وي

ایران اصلاً د ذروي بریښنا د تولید په باب د ١٩٧٠ لسیزي په کلونو کي د جرمني د یوې کمپنۍ سره پلانونه طرح کړي وو، مګر دغي کمپنۍ د اسلامی جمهوریت د راتګ نه وروسته په ١٩٧٩ کال کی هغه فسخ کړل.

XS
SM
MD
LG