د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او چین د ۲۵ کلنې همکارۍ تړون لاسلیک کړ


چین او ایران د ۲۵ کلنې ستراتیژیکې همکارۍ تړون نن شنبه په تهران کې لاسلیک کړ.
چین او ایران د ۲۵ کلنې ستراتیژیکې همکارۍ تړون نن شنبه په تهران کې لاسلیک کړ.

ایران او چین نن شنبه، مارچ ۲۷ (وري۷) د ۲۵ کلنې ستراتیژیکې همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

د ایران دولتي تلویزیون ویلي چې تړون د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په تهران کې لاسلیک کړ.

د دواړو هیوادونو تر منځ د همکارۍ د تړون ټول جزیات تر اوسه ندي په ډاګه شوي خو د تړون وړاندیز په ۲۰۱۶ کال کې د چین د "یو کمربند یوه لار" د نوښت یوه برخه ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خاطبزاده د تړون د لاسلیک کیدو نه وړاندې دولتي تلویزیون ته وویل چې پدې تړون کې سیاسي، ستراتیژیکې او اقتصادي همکاري شامله ده.

ښاغلي خاطبزاده همدارنګه ویلي چې د ایران په باور دا تړون به د دواړو هیوادونو اړیکې لا ژورې کړي.

د چین جمهور رئیس شې ژن پنګ د دې نوښت د لارې غواړې د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د زیربناوو په پروژو کې یو ټریلیون ډالر پانګه واچوي او په بهر کې خپل اثر او رسوخ ډیر کړي.

چین د ایران ستر سوداګریز ملګری هیواد هم دی او وړاندې تر دې چې د امریکا مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ایران سره د اتومي موافقې نه ووځي او په ایران اقتصادي بندیزونه د سره ولګوي، د ایران نه تر ټولو ډیر تیل چین پیرودل.

ایراني چارواکي وایي د چین جمهور رئیس شې ژنګ پنګ په ۲۰۱۶ کال کې ایران ته د خپل سفر په دروان کې وړاندیز کړی و چې دواړه هیوادونه دې ترانسپورت، ورزش، انرژۍ او صنعتي خدمتونو په برخه کې دوه اړخیز پانګه واچوي.

په همدې حال کې د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي د چین سره د همکارۍ تړون "سم او مناسب" بللی. ښاغلي خامنه اي ویلي چې د ایران ولس او حکومت زیار باسي چې د چین په شان د "خپلواک او اعتبار وړ" هیوادونو سره اړیکې پراخې کاندي.

د ایران مخکني جمهور رئیس محمود احمدي نژاد تیر کال په حکومت انتقاد کړی و چې پرته ددې چې ولس خبر وي، حکومت د یو بهرني هیواد سره د ۲۵ کلنې همکارۍ په تړون خبرې اترې کوي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وروسته بیا د پارلمان غړیو ته ډاډ ورکړ چې په تړون کې هیڅ څه پټ ندي او ژمنه یې وکړه چې د نهایي کیدو نه وروسته به یې ټول جزیات د ولس سره شریک کړي.

خو د ایران حکومت تر اوسه د دې تړون جزیات عام کړي ندي او خلک پرې ندي خبر.

XS
SM
MD
LG