د لاس رسي وړ اتصالات

ایران څلور تنه 'اسرائیل ته د جاسوسۍ' په تور په اعدام محکوم کړل 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د ایران د قضايي قوې رسمي ویبسایټ «میزان» نن چهارشنبه نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) راپور خپور کړی دی چې څلور تنه اسرائیل ته د «جاسوسۍ، انسان تښتونې، غلا» او نورو تورونو له کبله په مرګ محکوم شوي دي.

د میزان ویبسایټ وايي چې دغو کسانو د «اسرائیل رژیم» په لارښوونې فعالیت کاوه چې د ایران سپاه پاسداران او اطلاعاتو څانګې پیدا او ونیول.

په راپور کې ویل شوي چې د دوی د قضیې په اسنادو کې راغلي دي چې «پخواني اراذل او اوباشان» وو.

راپور وايي چې «حسین اردوخانزاده، شاهین ایماني محمودآباد، میلاد اشرفي آتباتان او منوچهر شهبندي بجندي د انسان تښتونې او صهیونیستي رژیم سره د همکارۍ له کبله په اعدام محکوم» شوي دي. همدغه راز د راپور په اساس، درې نور کسان د پنځو او لسو کالونو په بند محکوم کړل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي نه دي چې دغو کسانو دقیقآ چېرته او څومره کسان تښتولي وو او له اسرائیل سره یې د همکارۍ په اړه هم اسناد وړاندې شوي نه دي، خو راپور وايي چې د مخکنیو معلوماتو په اساس دوی نیول شوي دي.

ایران او اسرائیل ښه روابط نلري او وخت ناوخت ایران د ځینو کسانو له نیولو وروسته اعلان کوي چې نیول شوي کسان «جاسوسان وو».

دا کسان داسې مهال په مرګ او بند محکوم شوي دي چې په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې روانې دي او څه باندې ۱۸۰۰۰ کسان نیول شوي دي. همدغه راز د بشري حقونو د ادارو د راپورونو په اساس، تر تېرې ورځې پورې ۴۵۵ کسان په ایران کې په اعتراضونو کې وژل شوي چې ۶۴ یې تر ۱۸ کالونو کم عمر لري.

ایران بهرني هېوادونه تورنوي چې مظاهره کوونکي پاروي او بې ثباتیو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG