د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د فوټبال په نړیوال جام کې ایران ته ماته ورکړه

د امریکا متحدو ایالتونو د فوټبال ملي ټیم د نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) د قطر د ۲۰۲۲ کال د فوټبال په نړیوال جام کې د ایران د فوټبال ملي لوبدلي ته یو د صفر په وړاندې ماته ورکړه.

متحدو ایالتونو په دې بریا سره وکړای شول چې د یادو سیالیو نیمه وروستي پړاو ته لار پیدا کړي. په نیمه وروستي پړاو کې به د متحدو ایالتونو ټیم د هالنډ له ملي لوبډلي سره مخ کیږي.

له دې ماتې سره د ایران ملي لوبډله په دې سیالیو کې له پرمختګ څخه بې برخې شوه.

امریکا له هماغه پیل څخه د ایران په وړاندې لوبه قوي پیل کړه او په لومړۍ نیمایي کې یې د سیالې لوبډلي پر ګول څو بریدونه وکړه.

د متحدو ایالتونو د حملې د کرښې لوبغاړه کرستین پولیسیک وکړای شول چې د لوبې په ۳۸ دقیقه کې د ایران ګول پرانیزي او د خپلې لوبډلې یوازینۍ ګول ووهي.

د لوبې په دویمه نیمایي کې که څه هم د ایراني لوبغاړو یو شمیر چانسونه رامنځ ته کړل خو په دې بریالي نشول چې د امریکا ګول پرانیزي.

د سه شنبې د ورځې په نورو لوبو کې د انګلستان د فوټبال ملي لوبډلې وکړای شول د ویلز لوبډلې ته درې د صفر په وړاندې ماته ورکړي.

د انګلستان لوبډله په دې سیالۍ کې ښه وځلیده او ویې کړای شول د ویلز پر لوبډلې ګڼ شمیر بریدونه وکړي.

په دې لوبه کې د انګلستان لپاره ګولونه مارکوس راشفورډ د لوبې په ۵۰ او ۶۸ دقیقو کې او فیل فوډین د لوبې په ۵۱ دقیقه کې ګولونه ووهل.

د نن ورځې په نورو لوبو کې سنیګال دوه یو اکواډور ته ماته ورکړه او هالنډ دوه صفر له کوربه هیواد قطر څخه لوبه وګټله.

ټاکل شوېده د چهار شنبې په ورځ آسترالیا له ډنمارک سره مخ شي، ټونس له فرانسې، پولنډ له ارجنټاین او سعودي عربستان له مکسیکو سره خپل بخت وازمایي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG