د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د قرانکریم سوځولو ته د اعتراض په توګه سویډن ته د سفیر لیږل ځنډولي


یو شمیر ایرانیانو د سویډن سفارت مخې ته د دې هیواد بیرغ ته اور اچولی.
یو شمیر ایرانیانو د سویډن سفارت مخې ته د دې هیواد بیرغ ته اور اچولی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي سویډن ته یي د نوي سفیر لیږل پدې خاطر ځنډولي چې د دې هیواد په پایتخت کې تیره اوونۍ یوې مظاهرې ته اجازه ورکړل شوه چې د قرانکریم یوه برخه هم پکې وسوځول شوه.

حسین امیر عبداللهیان یکشنبه جولای ۲ (چنګاښ۱۱) په ټویټر کې لیکلي چې د تیرې پنجشبې په ورځ یې په تهران کې د سویډن شارژدافیر هم ورغوښتی و چې د قرانکریم سوځیدل وغندي او دا پیښه یې د اسلام تر ټولو سپیڅلي کتاب ته سپکاوی بللی.

ښاغلي عبداللهیان په ټویټر کې ویلي سره لدې چې سویډن ته د نوي سفیر د لیږلو ټولې ادارې چارې بشپړې شوې خو د سفیر د لیږلو بهیر پدې خاطر ځنډیدلی چې د سویډن حکومت د قرانکریم سوځیدو ته اجازه ورکړې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا ندي ویلي چې د سفیر لیږل به تر کوم وخته پورې وځنډول شي او سویډن هم تر اوسه د ایران د پریکړې په هکله څه ندي ویلي.

سره لدې چې په سویډن کې پولیسو څو ځله د داسې مظاهرو لپاره د اجازې غوښتنې رد کړي چې د قرانکریم نسخې هم پکې سوځول کیدې خو محکمو بیا د پولیسو د غوښتنې په خلاف حکمونه ورکړي او پدې ټینګار کوي چې پولیسو پدې کار سره د بیان د آزادۍ څخه سرغړاونه کړې.

د سویډن په پایتخت سټاکولم کې یو تن چې ځان یې عراقی کډوال باله د چهارشنبې په ورځ د دې ښار مرکزي جومات مخې سره لومړی د قرانکریم څو پاڼې څیرې کړلې او بیا یې ورته اور واچاوه.

د اسلامي‌همکارۍ سازمان هم غوښتنه کړې چې باید په راتلونکې کې په ډله ایز او متحدانه ډول د قران د نسخو د سوځولو مخه ونیول شي.

دغه سازمان په یوې اعلامیې کې د خپلو ۵۷ غړو هېوادونو څخه غوښتي دي چې په اینده کې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره "متحدانه او ډله ایز" اقدامات وکړي.

د سلوان مومیکا په نوم یو عراقي، چې څو کاله مخکې سویډن ته کډوال شوی، د تېرې چهارشنبې په ورځ په ستاکهولم کې د یو لوی جومات مخې ته قران ته اور واچوه.

په همدې حال کې مومیکا د سویډن یوې ورځپاڼې ته ویلي دي: "په راتلونکو لسو ورځو کې به د عراق د سفارت مخې ته د قران یوه بله نسخه او د عراق بیرغ ته اور واچوي."

د اسلامي همکارۍ د سازمان مشر ابراهیم طه وویل چې قران ته د "سپکاوي" د دغه عمل په اړه باید واضح پیغام ورکړل شي. هغه وویل چې دا ډول کارونه له اسلام څخه د ویرې او ترهې عادي پېښې نه دي.

XS
SM
MD
LG