د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د عراق سره ګډې پولې کې اضافي ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي


ایراني چارواکي وایي د عراق سره په شمال کې ګډې پولې ته یې د ځانګړو ځواکونو اضافي قطعې استولي چې هلته میشت ځواکونه لا قوي شي.

د ایران دولتي مطبوعاتو جمعه نومبر ۲۵ (لیندۍ۴) راپور ورکړی چې دا ځواکونه د عراق څخه د کردي مخالفو ډلو د راتګ د مخنیوي لپاره استول شویدي.

د ارنا خبري اژانس د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د پیاده ځواکونو قوماندان جنرال محمد پاکپور له خولې ویلي چې د هیوا لویدیځو او شمال لویدیځو ولایتونو ته زغرې لرونکي موټر او د ځانګړو ځواکونو اضافي قطعې استول شوي چې د موجودو سرحدي امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

ایراني چارواکي وایي دا اضافي سرتیري پدې خاطر استول شوي چې ایران ته د هغو کردي مخالفینو له لوري د وسلو او کسانو د قاچاق مخه ونیول شي چې په عراق کې جلا وطن دي.

ایران ادعا لري چې همدا کردي مخالفین د حکومت ضد پراخو مظاهرو ته خلک هڅوي. کردي ډلې دا ادعاوې ردوي او پخپله ایراني چارواکو هم تر دې دمه د خپلې ادعا د اثبات لپاره هیڅ ډول شواهد ندي ورکړي.

ایران د پخوا راهیسې د عراق سره په ګډې پولې کې نظامي پوستې لري او د لسیزو راپدیخوا پکې سرتیري په نوبت دنده کوي.

ایران پداسې حال کې د عراق سره ګډې پولې ته اضافي سرتیري استوي چې د همدې روانې نومبر د میاشتې په ۲۴ مې یې په ملګرو ملتونو کې وویل چې د عراق په خاورې باندې یې له برید کولو پرته بله لار نلرله.

ایراني چارواکي ‌وایي چې د عراق په شمال کې د کردي یاغیانو په ډلو باندې بریدونه یې «د ځان څخه د دفاع» لپاره کړي دي.

ایران کردي ډلې تورنوي چې په دغه هېواد کې په مظاهرو کې لاس لري، تهران وايي چې په عراق کې ددغو ډلو مرکزونه په میزایلو او د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه کړي دي.

په ایران کې د سپتمبر په میاشت کې د پولیسو په توقیف کې د کردۍ نجلۍ مهسا امیني له مړینې وروسته د حکومت په ضد مظاهرې پیل شوې او لا هم روانې دي.

عراق هم ویلي چې د ایران د نورو بمباریو د مخنیوۍ لپاره به په ګډې پولې کې امنیتي تدابیر ډیروي. ویل کیږي چې کردي مخالفین د عراق په شمال کې په هغو سیمو کې اډې لري چې کنټرول یې د کردانو په لاس دی.

ایراني چارواکو ویلي چې د عراق په خاورې کې د ځمکنیو عملیاتو پلان نلري خو ویل کیږي چې د دې هیواد تر ټولو جګپوړي جنرال اسماعیل غني تیره اوونۍ په بغداد کې د سفر کولو پر مهال یو ځل بیا خبرداری ورکړی و ښایي پدې سیمې کې د کردي مخالفینو په مرکزونو عملیات وکړي.

XS
SM
MD
LG