د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي حزب الله سره یې د بې پیلوټه الوتکې په جوړولو کې مرسته کړې


د ولتی تلویزن رپوټ ورکړیدی چې د ایران د دفاع وزیر نن د یکشنبی په ورځ وویل، حزب اله پدی هفته کې د اسرائیلو هوايي قلمرو ته د ډرون الوتکه لیږلې وه چې دا د اسلامي جمهوریت د قابلیت ثبوت دی.

د ایران د دفاع وزیر جنرال احمد واحدي د لومړي ځل لپاره په رسمي توگه منلې ده چې د لبنان دغه افراطي ډلې حزب الله په ډرون کې د ایران ټکنالوجی نه کار اخیستی دی.

دا تبصره د حزب اله د مشر شیخ حسن نصراله له ادعانه څو ورځې وروسته شویده. هغه ویلي و چې ددغه ډرون پرزې په ایران کې جوړی شوې او په لبنان کې ټولې سره یوځای شوي دي. جنرال واحدی وویل حزب الله ستر کار سرته رسولی دی.

داسرائیلو الوتکو دغه بې پیلوټه الوتکه را وغورځوله ځکه چې دا د اسرائیلو د هوايي قلمرونه سرغړونه وه .

واحدی وویل حزب الله د دې حق لري چې د بې پیلوټه الوتکې پرواز وکړي ځکه چې د اسرائیلو الوتکې په پرله پسې توگه د لبنان په هوايي قلمرو باندې الوتنې کوي. نصراله خبرداری ورکړ چې دا به ددغې ډلی وروستی عملیات نه وي.
XS
SM
MD
LG