یوې قوي زلزلې د عراق او ایران په سرحد کې لږ تر لږه ۳۵۳ تنه مړه کړي او سلګونه نور یې ژوبل کړي دي.
په ایران کې له زلزلې وروسته د ویجاړیو عکسونه
۵
د ایران او عراق چارواکي وایي چې د ځاني او مالي تلفاتو سمه اندازه به وخت اخلي ځکه چې زلزله د شپې په تیارې کې شوې ده.
۶
د دغې زلزلې له کبله یوازې د ایران په کرمانشاه ښار کې شاوخوا ۶۰۰۰ کسان ټپي شوي دي
۷
له زلزلې وروسته برېښنا پرې شوې ده او د دقیقو مالي او ځاني تلفاتو د شمېر معلومول ستونزمن بلل کیږي.
۸
ګمان کیږي چې د تلفات شمیر به ډیر شي په دې چې تر اوسه ډیر کسان د ویجاړو ودانیو لاندې ګیر پاتې دي.