یوې قوي زلزلې د عراق او ایران په سرحد کې لږ تر لږه ۳۵۳ تنه مړه کړي او سلګونه نور یې ژوبل کړي دي.
په ایران کې له زلزلې وروسته د ویجاړیو عکسونه

۱
د ایران دولتي تلویزون راپور ورکړی چې په دغې زلزې کې شاوخوا ۶۶۰۰ کسان ژوبل شوي دي او ډېر کورونه وران ویجاړ شوي دي.

۲
د عراق د کورنیو چارو وزارت وايي تر دې دمه دوې ته د اوو کسانو د مرګ او ۵۳۵ کسانو د ژوبل کېدو خبر سېدلی دی او نور ټول تلفات په ایران کې اوښتي دي.

۳
راپورونه وايي له زلزلې وروسته شاوخوا ۱۰۰نورو ټکانونو هم سیمې وخوځولې.

۴
د امریکا د جیولوژي اداره وايي چې د دغې زلزلې مرکز دعراق د حلبچه په ۳۱ مېترۍ کې د کردستان نیمه خودمختاره سیمه ده.
Facebook Forum