د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو اتومي اداره: ایران د یورانیمو غني کول چټک کړي


د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ اداره وایي ایران په نطنز کې د ځمکې لاندې د سانترفیوژونو په نصبولو او د یورانیمو د غني کولو پروسې په ګړندۍ کولو سره د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره شوې هوکړه ماته کړې ده.

نطنز په ایران کې د یورانیمو د غني کولو یو له عمده تاسیساتو څخه ده چې د اتومي انرژۍ نړیواله اداره یې نظارت کوي. د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې د یو راپور په اساس، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د نطنز په دغو تاسیساتو د برید غوښتنه کړې وه.

له ایران سره د هوکړه لیک په متن کې راغلي چې ایران کولی شي یوازې د IR-1 سنتارفیوژونو څخه په ګټې اخیستو سره یورانیم غني کړي خو د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ اداره بیا وایي چې ایران په دغې دستګاه کې له هغې څخه پرمختللې ټکنالوژۍ، IR-2m څخه کار اخلي چې په واضح توګه د هوکړه لیک څخه سرغړاونه ده.

ایران همداراز د ۲۰۱۵ کال د هوکړې خینې نورې برخې لکه د یورانیمو د غني کولو اندازه او د غني شویو یورانیمو اندازې په شان برخې هم ماتې کړي دي.

ایران د دغو ټولو تیروتنو پړه د دغې هوکړې څخه د امریکا په وتلو او د امریکا له لورې د نویو تحریمونو اچولې.

ایران په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا په ګډون د نړۍ د پنځو ځواکمنو هیوادنو سره یو تړون امضا کړ چې له مخې یې د ایران څخه غوښتل شوي و چې د یورانیمو د غني کولو پروسه وځنډوي. ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له دغې هوکړې څخه ووت او په ایران یې د ملګرو ملتونو لخوا ټول اقتصادي بندیزونه بیا اعاده کړل.

XS
SM
MD
LG