د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د ځمکې لاندې اتومي بټۍ کې تر شلو فیصدو د یورانیمو غني کول پیل کړي


په ایران کې چارواکو یکشنبه جولای ۱۰ (چنګاښ۱۹) اعلان وکړ چې د فردو په اتومي بټۍ کې یې د پرمختللو سنټر فیوژونو څخه په کار اخیستو، تر شلو فیصدو پورې د یورانیمو غني کول پیل کړي.

ایران پداسې حال کې پدې اتومي بټۍ کې په دومره لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو خبر ورکړی چې د لویدیځو هیوادونو سره یې په اتومي موافقې جنجال لا ندی حل شوی.

د ایران د اتومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالواندي دولتي تلویزیون سره په مرکې کې ویلي چې تر شلو فیصدو پورې دا یورانیم د (IR-6) په نامه د پرمختللي سنټر فیوژونو د لارې غني شوي.

ښاغلي کمالواندي ویلي چې ایران ددې پرمختګ په هکله د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار ادراې ته دوه اوونۍ وړاندې خبر ورکړی.

ایران او د نړۍ ځواکمنو هیوادنو چې په ۲۰۱۵ کال کې کومه موافقه لاسلیک کړې وه، پکې د ایران څخه غوښتل شوي و چې د فردو په اتومي بټۍ کې به یوازې د څیړنې او پراختیا اړوند فعالیتونه کیږي او د سنټرفیوژونو څخه به د اتومي فعالیتونو لپاره کار نه اخیستل کیږي.

ایران د دې اعلان څخه وړاندې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار ادارې ته ویلي و چې د فردو په اتومي بټۍ کې چې د ځمکې لاندې جوړه شوې، د ۱۶۶ نویو سنټرفیوژونو پواسطه د یورانیمو د غني کولو لپاره چمتووالی نیسي خو پدې هکله یې څه نه و ویلي چې یوارنیم تر کومې کچې غني کوي.

د ایران دا اعلان چې تر شلو فیصدو پورې یوارنیم غني کوي او د غني کولو لپاره یې خپل تر ټولو پرمختللو سنټرفیوژونو څخه کار اخلي، د ایران د اتومي موافقې د بیرته ژوندۍ کیدو د هلو ځلو لپاره یو بل ستر خنډ بلل کیږي.

که یوارنیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، په اتومي وسلو کې ترې کار اخیستل کیدی شي خو ایران تل ویلي چې اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.

متحده ایالاتو او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو په ۲۰۱۵ کال کې د ایران سره اتومي موافقه پدې شرط لاسلیک کړې وه چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیت محدود کوي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پرته لدې چې د پدې تړون کې د نورو هیوادونو سره سلا مشوره وکړي، په یو اړخیزه توګه د تړون څخه ووت او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

ایران بیا د امریکا د دې اقدام په ځواب کې نه یوازې د یورانیمو د غني کولو کچه لوړه کړله بلکې د غني شویو یوارنیمو ذخیره یې هم لوړه کړله.

خو د متحده ایالاتو اوسني جمهور رئیس جوبایډن ویلي چې غواړي بیرته د دې موافقې سره یو ځای شي او وایي چې د ایران سره د معاملې تر ټولو غوره لار همدا ده.


XS
SM
MD
LG