د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ونشو کړای د ځمکې په مدار کې سپوږمکۍ ځای په ځای کړي


ایران وايي ددغو کارونو هدف یې پوځي نه دی
ایران وايي ددغو کارونو هدف یې پوځي نه دی

د ایران دولتي تلویزیون د راپور په اساس دغه هېواد د یکشنبې په ورځ (فبروري۹) د ځمکې مدار ته د "سیمرغ" په نامه راکټ وتوغوه چې د "ظفر ١" په نوم مخابراتي سپوږمکۍ هلته ځای په ځای کړي، خو د راکټ د کم سرعت له کبله دا ماموریت ناکام شو.

دا راکټ د ایران د اسلامي انقلاب د ورځې د لمانځلو د مراسمو پر مهال توغول شوی و. ایران هرکال په همدغه ورځ په ساینس او تکنالوژۍ او د اتومي وسلو په برخو کې د خپلو وسله والو ځواکونو لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کوي.

ایران تېرکال هم د ځمکې په مدار کې د "پیام" او "دوستي" په نومونو د دوو سپوږمکیو د ځای په ځای کولو هڅه کړې وه چې نتیجه یې ورنکړه.

پر دې سربېره د تېرکال په اګست کې د ایران یو بل راکټ د (امام خمیني په فضايي) مرکز کې وچاودېده.

ایراني چارواکو تېرکال وویل چې په همدغه فضايي مرکز کې د اور لګېدو له کبله درې سایسنپوهان/محققین مړه شول.

د امریکا متحده ایالتونه وايي چې د ایران له لوري د دا ډول راکټونو توغول د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پرېکړو خلاف کار دی. د چارواکو‌ په وینا د امنیت د شورا پرېکړه وايي ایران نباید هغه بالستیکي میزایل ولري چې اتومي وسلې لېږدولی شي.دغه پرېکړه ایران ددې میزایلو اړوند هر ډول فعالیت څخه منع کوي.

خو ایران ټېنګار کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له پرېکړې یې سر نه دی غړولی او د راکټونو توغول یې نظامي هدف نلري.

ایران په تېرې شاوخوا یوې لسیزې کې څو سپوږمکۍ د لنډ وخت لپاره مدار ته توغولي دي.

XS
SM
MD
LG