د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: پر ۱۷ میاشتنۍ لور د پلار جنسي تیری


د ایران د ري ښار د یو اوسیدونکي له خوا پر خپلې ۱۷ میاشتنۍ لور باندې د جنسي تیري رپوټونو زیات غبرګونونه زیږولي دي.

زیات شمیر رسنیو د شرق ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې یوه ۱۷ میاشتنۍ نجلۍ وروسته له هغې چې د پلار له خوا پرې جنسي تیری وشو په روغتون کې مړه شوه.

ددې روغتون موظفو ډاکترانو ویلي دي چې ددې ماشومې د مړینې دلیل "داخلي خونریزي او شدید ټپونه" وو.

د ټولنیزو رسنیو یوه کارونکې شبنم پوپلزۍ، دغه ماجرا "له تصور بهیر" ګڼلې ده.

د فیسبوک یو شمیر نورو کارونکو دغه پیښه یو وحشیانه عمل بللی دی.

د نورو رسنیو یو شمیر کارونکو ویلي دي چې دغه غمل "وحشیانه او د انسانیت خلاف دی" او باید خلک د ټولنو د اصلاح لپاره لاس په کار شي.

ددغې ۱۷ میاشتنۍ نجلۍ مور مسولینو ته ویلي دي چې د اختر د سودا کولو لپاره له کوره وتلې وه او خپله لور یې د میړه یې پریښولې وه، خو کله چې راستنه شوه د لور وضعیت یې ښه نه و او تبه یې هم درلودله.

هغه زیاته کړې چې د ماشومې ناارامۍ اړ کړه چې روغتون ته یې انتقال کړي؛ چیرته چې ډاکتران پوه شول چې پدغه ماشومې په فجیع توګه جنسي تیری شوی دی.

ددې نجلۍ پلار چې په پیل کې یې انکار کاوه وروسته اعتراف وکړ چې پر خپله لور یې تجاوز کړی دی.

ددې ماشومې مور له مقاماتو غوښتي چې میړه ته یې سخته سزا ورکړي.

XS
SM
MD
LG