د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې په اور لوبو کې ۱۰ تنه وژل شوي


د ایران دولتي تلویزیون ویلي چې د نوي کال د پيل نه وړاندې د اور لوبو د جشن په لمانځلو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او سل ګونه نور ټپي شویدي.

د تلویزیون په راپور کې ویل شوي چې اکثریت دا کسان د پټاقیو د جوړولو او چمتو کیدو پر وخت وژل شوي یا ټپي شوي.

چارواکو هم ویلي چې خلکو د اور لوبو په جشنونو کې بې غورې کړې، امنیتي تدابیر یې له پامه غورځولې او بې باکي یې کړې.

په ایران کې د نوي کال یا نوروز د جشن نه وړاندې خلک په عنعنوي توګه پټاقۍ الوزوي، اورونه بلوي او شاخوا یې نڅاوې کوي او هوا ته بلې شوې ډیوې پورته کوي.

اکثریت کسان پدې جشن کې د غیرې معیاري پټاقیو او ډیرو قوي موادو نه کار اخلي چې د مرګ ژوبلې سبب کیږي.

راپورونه وایي چې سږکال پدې جشنونو کې شاوخوا ۱۹ سوه کسان ژوبل شوي چې ۲ سوه یې په روغتون کې بستر شوي. د نیمایي نه د ډیرو ژوبلو شویو کسانو عمرونه د ۱۶ نه ټیټ دي.

پولیسو همدارنګه د هیواد په لارو کوڅو کې لس ګونه کسان چې امنیتي تدابیر یې نه مراعت کول، نیولي او بندي کړیدي.

د اور لوبو دا جشن په ایران کې پرون سه شنبه پیل شو او د نوي کال یا نوروز د جشن پورې به چې د شنبې په ورځ یې لمانځل پیل کیږي، روان وي.

تیر کال پدې جشن کې یوازې ۴ تنه وژل شوي وو ځکه چې اکثریت کسان د کرونا ویروس له ویرې د کوره بهر نه وو راوتلي.

د کرونا ویروس په منځني ختیځ کې د ټولو نه ډیر ایران ځپلی. دې ویروس په ایران کې د چارشنبې تر ورځې، مارچ ۱۷ ( کب ۲۷) ۱.۷۶ میلیون کسان نیولي او ۶۱ زره یې مړه کړي.

XS
SM
MD
LG