د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران لومړنی جمهور رئیس مړ شو


د ایران پخوانی جمهور رئیس عبدالحسن بني صدر ۸۸ کلن و.
د ایران پخوانی جمهور رئیس عبدالحسن بني صدر ۸۸ کلن و.

د ایران لومړنی جمهور رئيس عبدالحسن بني صدر چې د اسلامي انقلاب نه وروسته واک ته رسیدلی و، د فرانسې د پاریس په یو روغتون کې نن شنبه اکتوبر ۹ (تلي ۱۷) د ۸۸ کالو په عمر مړ شو.

د ارنا خبري اژانس د فقید جمهور رئیس د نږدې سرچینو په حوالې لیکلي، "عبدالحسن بنی صدر د اوږدې ناروغۍ نه وروسته د پاریس په جنوب ختیځ کې په یو روغتون کې مړ شو. "
د بني صدر د کورنۍ غړیو هم د هغه مړینه تائید کړې.

د ایران د دې پخواني جمهور رئیس د کورنۍ غړیو په یوې اعلامیې کې ویلي، " د ایران درانه ولس او د خپلواکۍ ټولو مبارزینو ته خبر ورکوو چې عبدالحسن بني صدر د اوږدې ناروغۍ تیرولو نه وروسته وفات شو".

بني صدر په ۱۹۸۰ کال کې په ایران کې د اسلامي انقلاب نه وروسته د جمهوري ریاست لومړني انتخابات وګټل خو دا چې د ستر مذهبي مشر ایات الله روح الله خمیني سره یې اړیکې خرابې شوې، د جمهور رئیس کیدو نه یو کال وروسته پارلمان له واکه لیرې کړ او په فرانسې کې جلا وطن شو.
بني صدر د ۱۹۳۳ کال د مارچ د میاشتې په ۲۲ مې نیټې د ایران په لویدیځ کې د همدان ولایت په یو کلي کې زیږیدلی و او د آزاد اندي اسلام پلوي و.

هغه د دین پوهنې، اقتصاد او ټولنپوهنې د زده کړو نه وروسته د ایران د شاهي رژیم یو تر ټولو سر سخت مخالف شو. دا چې د ایران پولیس د بني صدر د نیولو په لټه کې و، هغه په ۱۸۶۳ کال کې فرانسې ته وتښتید او په۱۹۷۰ کې یې د خمیني تر مشرۍ لاندې د ایران د شاهي رژیم د مخالفت لپاره مبارزه کوله.

بني صدر خمیني خپل "محترم پلار" باله او په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب تر کامیابیدو وروسته د خمیني سره یو ځای د فرانسې نه په الوتکې کې ایران ته ولاړ.

هغه د لنډې مودې لپاره د ایران د بهرنیو چارو او اقتصاد وزیر هم و.

خو د ۱۹۸۱ کال د جون د میاشتې په ۲۱ د ایران پارلمان د خمیني په سلا بن صدر د جمهوري ریاست د مقام لپاره نا اهل وباله او له واکه یې لیرې کړ.

د ایران دا پخوانی جمهور رئیس څو اوونۍ پټ و او بالاخره د هوایي ځواکونو په یوې جیټ الوتکې کې چې د هغه یو پلوي تښتولې وه، فرانسې ته ولاړ او هلته ورته سیاسي پنا ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG