د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني ته د فرانسویانو هرکلی او اعتراض


د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فبیوس د ایران د ولسمشر حسن روحاني هرکلی وکړ.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فبیوس د ایران د ولسمشر حسن روحاني هرکلی وکړ.

فرانسې د پنجشنبې په ورځ د اوږدمهاله موټرجوړولو په تړون او د سوداگریزو اړیکو د پراخولو په ژمنه اروپا د ایران د ولسمشر حسن روحاني د تاریخي سفر هرکلی وکړ.

وروسته له هغې چې د ایران او لویدیځو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اتومي توافق د پلي کیدو پړاو پیل شو پر دې هیواد باندې د لویدیځ له خوا یو شمیر لگیدلي اقتصادي بندیزونه نرم شول، خو لا هم د ایران سره د وروستیو څو لسیزو د کړکیچ اثارو د لویدیځ او تهران په اړیکو باندې سیوری اچولی دی.

د فرانسې صدراعظم مانویل والس وویل چې د نړۍ هیوادونه باید پخوانۍ دښمنۍ هېرې کړي. هغه وویل چې ایران پر فرانسې حساب کولای شي.

ښاغلي روحاني هم د تاریخ د پاڼې په اړولو باندې په ټینگار سره " د ختیځ او لویدیځ" ترمنځ د سوداگرۍ د بیا پیل کولو غوښتنه وکړه. خو د ایران په بانکي نظام باندې د متحده ایالاتو د بندیزونو دوام د اروپایي هیوادونو شرکتونو ته زمینه تنگوي چې د ایران سره د سوداگرۍ هڅه وکړي.

له بلې خوا پاریس ته د روحاني سفر په ایران کې د سیاسي اعدامونو په خاطر د یو شمیر مظاهرو او اعتراضونو سره مل و. مظاهره کوونکي د پنجشنبې په ورځ د پاریس ښار د یو مشهور پل دپاسه یوه لوحه ځړولې وه چې په کې لیکل شوي وو "روحاني د آزادۍ اعدام کونکونکیه، ښه راغلئ".

ښاغلی روحاني د اقتصادي او دیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړي کولو په مقصد څو اروپایي هیوادونو ته د سفر په لړ کې له ایټالیا څخه فرانسې ته لاړ، چیرته چې د څو میلیارډ یورو په ارزښت د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداگریز تړونونه لاسلیک شول.

اقتصادي لاسته راوړنې

د فرانسې د پژو- ستروین شرکت اعلان وکړ چې د ایران د موټرجوړولو د "خودرو" شرکت سره په گډه په ایران کې هر کال ۲۰۰ زره موټر تولیدوي. دې شرکت ویلي دي چې په دې هکله عملي کار د روان کال ترپایه د دواړو خواو د ۵۰ – ۵۰ فیصده مشراکت په بنسټ پیل کیږي.

ټاکل شوی چې د نن پنجشنبې د ورځې په اوږدو کې د ایران او فرانسې ترمنځ شل ستر تړونونه د ولسمشر فرانسوا هولاند او ولسمشر روحاني په حضور کې لاس لیک شي. ددې تړونونو جزییات به د نن ورځې تر پایه پوره څرگند.

اټکل کیږي چې د فرانسې هوایي شرکت ایرفرانس د اپریل له میاشتې ایران ته خپل پروازونه بیا پیل کړي. همداشان د ایران د دولتي رسنیو په لیکنه څو نور اروپایي هوایي شرکتونه هم غواړي چې ایران ته خپلې الوتنې پیل کړي.

فرانسې ته د ښاغلي روحاني د سفر سره جوخت د ایران د هوانوردۍ دوه لوړپوړي مقامات د ١١۴ ایربس الوتکو د رانیولو په خاطر پاریس ته تللي دي.

ایران د خپل هوایي چلند د صنعت د نوي کولو په خاطر ٥٠٠ نوېو الوتکو ته اړتیا لري چې په کې اته ایربسA380 – د نړۍ سترې مسافر وړونکې الوتکې شاملې دي. د تړون له لاسلیک کولو وروسته به د پنځو کلونو په ترڅ کې دغه الوتکې ایران ته وسپارل شي.

ددې ٥٠٠ الوتکو د اخیستلو بیه لس میلیارډ ډالره کیږي چې پیسې یې د اروپایي بانکونو له لورې ورکول کیږي او ایران به هغه د ۱۵ څخه تر ۲۰ کالو پورې د سود سره یوځای په قسطونو بیرته دغو پور ورکوونکو بانکونو ته ورکړي.

XS
SM
MD
LG