د ایران دولتي مطبوعات راپور ورکوي چې نن دجمعې په ورځ د هغو ٣٩ کسانو جنازې واخیستل شوې چې د چهارشنبې په ورځ د شیعه گانو دیوې مذهبي غونډې په دوران کې ځان وژونکو حملو کې وژل شوي وو.
د ایران د ایرنا خبري اژانس وايي چې د کورنیو چارو وزیر مصطفی محمد نجار نن د چابهار په ښار کې د ایران د حکومت په استازیتوب د یوه هیت په مشرۍ په جنازو کې برخه واخېستله.
ایرنا وايي چې ٨ کسان د ایران په جنوب ختېځ کې خاورو ته وسپارل شول او باقي پاتې مړي په خپلو اصلي ولایتونو کې خاورو ته د ورسپارلو په نیت انتقال شوي دي.
د ایران د سیستان بلوچستان په ولایت کې د بمونو دواړه ځان وژونکي چاودنې په داسې حا ل کې وشوې چې خلک په یوه جومات کې د عاشورې د ورځې د لمانځلو لپاره راجمع شوي وو.
د اهل سنت ېوې مخالفې ډلې جندالها یې مسوولیت په غاړه واخیست. اېراني چارواکي وايي چې د شک لاندې نهه کسان یې د تحیقاتو لپاره نیولي دي.