د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران سفیر د اټمي پروګرام په اړه خبرو ته چمتوالی ښودلی


د ایران سفیر د اټمي پروګرام په اړه خبرو ته چمتوالی ښودلی
د ایران سفیر د اټمي پروګرام په اړه خبرو ته چمتوالی ښودلی

په جرمني کي د ایران سفیر وایي چي د ده هیواد دې ته تیار دی چي د خپل ذروي پروگرام په اړه د نړۍ د لویو طاقتونو سره بیا خبرو ته کښیني.

د ایران د ( مهر ) نیمه رسمي خبري آژانس نن د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چي سفیر ( علي رضا شیخ عطار ) ویلي دي چي د ایران د ذروي پروگرام د مذاکراتو د پلاوي مشر ( سید جلیلي ) به د دې خبرو په اړه یولیک د اروپایي اتحاد د بهرنۍ پالیسي مشرې ( کاترین ایشټن ) ته وسپاري.

دغه نوی دور خبري به د ایران او د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړو هیوادونو ـ امریکا، روسیې، چین، برتانیې ، فرانسې او همداراز جرمني تر منځ وشي.

سفیر دا ونه ویل چي دغه لیک به کله ( کاترین ایشټن ) ته واستول شي.

ددې کال په سر کي د ایران او ددغو شپږو هیوادونو تر منځ په خبرو کي کوم پرمختگ ونه شو.

XS
SM
MD
LG