د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د اتومي موافقې نه وروسته لومړنۍ ائربس الوتکه تر لاسه کړله


د ایران تقریباً نیمایي تجارتي الوتکې دومره زړې شویدي چې د فعالیت نه ولیدلي او په هوایي ډګرونو کې ولاړې دي.
د ایران تقریباً نیمایي تجارتي الوتکې دومره زړې شویدي چې د فعالیت نه ولیدلي او په هوایي ډګرونو کې ولاړې دي.

وروسته تر هغه چې ایران د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو سره د جنجالي اتومي پروګرام پر سر موافقه وکړله. تهران د فرانسې د ائر بس الوتکو د شرکت نه سل مساپر وړونکې الوتکې وپیرودلې.

د دغو الوتکو مجمهي ارزښت اتلس میلیارده ډالره کیږي.‌ د ایران د ترانسپورت وزیر عباس اخوندي په هوايي ډګر کې د ځانګړو مراسمو پر وخت چې د الوتکې د راتلو په مناسب جوړ شوي و وویل چې دغه الوتکه چې ۱۸۹ څوکۍ لري، د داخلي پروازونو لپاره ترې کار واخیستل شي.‌

ایران اوس مهال تقریباً ۲۵۰ تجارتي الوتکي لري چې ټولې یې د ۱۹۷۹ میلادي کال د انقلاب نه مخکې اخیستل شویدي. وروسته تر هغه چې امریکا په ایران اقتصادي بندیزونه ولګول، هغوي نشوی کولی چې نوې او عصري الوتکې واخلي او یا د زړو الوتکو د ترمیم لپاره پرزې واردې کړي.‌

همدا وجه وه چې د ایران تقریباً د سلو په شاوخوا کې الوتکو پرواز نشوی کولی او په هوایي ډګرونو کې ولاړې وې.

ایراني چارواکي هیله مند دي چې د اتومي موافقې نه وروسته چې په هغوي اقتصادي بندیزونه لیرې شویدي، وکړی شي چې عصري او نوې الوتکې واخلي.

په اتومي موافقې کې ایران منلې وه چې په لوړه کچه د یورانیمو غني کول به محدودي او په بدل کې به یې په ایران اقتصادي بندیزونه لیرې کیږي.‌ خو د ایران سره د اتومي موافقې راتلونکې پدې خاطر ستونزمنه ښکاري چې د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ " ناوړه موافقه ګڼلې " او هوډ یې کړی چې باطله به یې کړي.‌

خو د ایران د ترانسپورت وزیر ښاغلي اخوندي ویلي دي "هیله مند یم چې د امریکا نوې اداره به پخپلو ژمنو ودریږي. "

XS
SM
MD
LG