د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا وایي د ایران پر اټومي گواښونو نظر ساتي


برتانیا او ایران سره بیا سفارتونه پرانستي دي او سفیران یې تبادله کړي دي
برتانیا او ایران سره بیا سفارتونه پرانستي دي او سفیران یې تبادله کړي دي

د برتانیا صدراعظمې تیریسا می، په بحرین کې د خلیج هیوادونو د همکارۍ شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې د هغه گواښ په اړه خبره ده چې د ایران اټومي پروگرام رامنځ ته کړی.

میرمن می دا څرگندونې د چارشنبې په ورځ د خلیج د همکارۍ شورا د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وکړې. د خلیج د همکارۍ په شورا کې بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات شامل دي.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي، تیریسا می د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ هغه اټومي موافقه تائید کړه چې د یورانیمو د غني کولو لپاره د تهران وړتیا محدودوي.

بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د خلیج د همکارۍ شورا غړي دي
بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د خلیج د همکارۍ شورا غړي دي

همداشان میرمن می وویل چې ټول اړخونه باید سره "گډ کار وکړي چې د ایران د سیمه ییزو تهاجمي اعمالو مخنیوی وشي". هغه وایي که د ایران دغه چلند په لبنان، عراق، یمن، سوریه او که دلته په خلیج کې وي، باید مخه یې ونیول شي.

برتانیا او ایران سره بیا سفارتونه پرانستي دي او سفیران یې تبادله کړي دي.

همداشان د ایران او لویدیځې نړۍ ترمنځ د اټومي موافقې وروسته د برتانیا هوایي چلند بریتیش ایروی د لندن او تهران ترمنځ پروازونه پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG